ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې دقومي او ژبني تعصبونو پر ضد لویه غونډه جوړه شوه

په جلال اباد کې دقومي او ژبني تعصبونو پر ضد لویه غونډه جوړه شوه

author avatar
5 Jan 2018 - 21:57
په جلال اباد کې دقومي او ژبني تعصبونو پر ضد لویه غونډه جوړه شوه
author avatar
5 Jan 2018 - 21:57

جلال اباد (پژواک، ۱۵مرغومی ۹۶): په جلال اباد کې د نظام او حکومت په ملاتړ د جوړې شوې غونډې وینا والو په ډاګه کړل، هغه څوک ، چې په هېواد کې ژبني ، قومي او سمتي تعصباتو ته لمن وهي افغان نه دی .

دغه څرګندونې د افغانستان د خلکو جهاد او مقاومت له ارزښتونو څخه د ساتنې بهير مشر او د امنيت شورا مرستيال جنرال دين محمد جرئت او دهېواد له بېلابېلو زونونو څخه ننګرهار ته راغلو ديني علماو او مشرانو يوې سترې غونډې ته دوينا پرمهال وکړې .

ننګرهار د جمعې په ورځ د ولسونو يوالي او له شته نظام څخه دملاتړ د يوې سترې غونډې کوربه وو ، چې د جلال اباد ښار په فوټبال سټډيم کې جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې په زرګونو ولسي خلکو او د يو شمېر بنسټونو مسولينو ګډون کړي وو.

سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاپ منګل غونډې ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني تل هڅه کړې ، چې ټول هېوادوال يو موټی او په يوالي سره د ستونزو حل ته رسيدګي وکړي.

هغه د افغانستان د خلکو جهاد او مقاومت له ارزښتونو څخه دساتنې بهير مشر، د ولسمشر سلاکار او د امنيت شورا مرستيال جنرال دين محمد جرئت له روان حرکت ، چې دولسونو يوالي او د ژبني ، قومي او سمتي تعصباتو دلمنځه وړلو په موخه پيل کړی مننه وکړه او پر ټولو هېوادوالو يې غږ وکړ ، چې يووالي ته کار وکړي .

د افغانستان دخلکو جهاد او مقاومت له ارزښتونو څخه دساتنې بهير مشر، د ولسمشر سلاکار او د امنيت شورا مرستيال جنرال دين محمد جرات د ختيځ زون د ولسونو له تود هرکلي مننه وکړه او ټېنکار يې وکړ ، چې په افغانستان کې ټول مېشت وګړي يو ملت دی ، د يو دين پيروان دي او ګډ کلتور لري ، چې تل يې د ورونو په څېر په يو والي سره ژوند کړی.

هغه زیاته کړه : (( د شته نظام او دافغان ملي امنيتي ځواکونو غښتلی ملاتړ او دولسونو ترمنځ ټېنګ يوالی کولای شي ، چې په هېواد کې ټولو ستونزو ته دپای ټکی کېږدي . ))

نوموړي زياته کړه، افغانانو په يوالي سره دتاريخ په اوږدو کې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې له همدې امله پردي پال اواستخبارتي کړۍ غواړي ، چې په يو او بل نوم افغانان سره بېل او خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوي.

جنرال جرئت وويل، په هېواد کې ځېنې کسان دنورو هېوادونو دګټو لپاره عامه امنيت ګډوډوي او په هېواد کې دتخريب لپاره کار کوي خو ټېنګار يې وکړ ، چې افغان ولس يوالي ته ژمن دی او هېچاته به دورانۍ اجازه ورنه کړي.

 د نوموړي په وینا، په هېواد کې ژبني ، قومي او سمتي تعصبونه ازمايل شوي ، چې ښه پايله يې نه ده ورکړې نور نو افغانان چاته اجازه نه ورکوي ، چې په دې او هغې نومونو يې په خپلو منځو کې سره وويشي.

په غونډه کې دلويې پکتيا د ديني علماو شورا مشر مولوي سردار د اسلام مبارک دين له نظره په يوالي خبرې وکړې ويې ويل دنورو هېوادونو استخباراتي کړۍ نه غواړي ، چې په افغانستان کې شته اسلامي نظام پاېښت ومومي . نوموړي په ټولو ولسونو غږ وکړ ، چې له تعصباتو لاس واخلي او يو والي ته کار وکړي.

مولوي سردار له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه ، چې په هېواد کې له شته اسلامي نظام سره يوځای شي او په خبره يې ، دنورو په لمسون دې د بې ګناه هېوادوالو له وژلو لاس واخلي .

دغه راز دشمالي زون د ديني علماو په استازولی مولوي کفايت الله او دختيځ زون دخلکو په استازولی مولوي صديق الله په خپلو خبرو کې دولسونو پر يوالي ټېنګار وکړ او زياته يې کړه هرهغه څوک ، چې افغانان په ډلګيو او قومونو وېشي هغه دافغانستان دښمنان دي .

په غونډه کې ويناوالو وويل هرڅوک ، چې په هېواد کې امنيت ګډوډوي ، ملي ګټې زيانمنوي ، دشته نظام دګډوډولو هڅې کوي او په ټوله کې افغان ملي امنيتي ځواکونه په ډلو وېشي دا ټول پردي پالي دي ، چې په خبره يې هېڅکله به افغانان بېل نه کړ

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.