ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ملي شورا څخه غواړو چې ژر تر ژره د ۱۳۹۷ لمريز کال بودیجه تصویب کړي!

له ملي شورا څخه غواړو چې ژر تر ژره د ۱۳۹۷ لمريز کال بودیجه تصویب کړي!

author avatar
6 Jan 2018 - 13:42
له ملي شورا څخه غواړو چې ژر تر ژره د ۱۳۹۷ لمريز کال بودیجه تصویب کړي!
author avatar
6 Jan 2018 - 13:42

کابل:۱۶/۱۰/۱۳۹۶ له تېرو څو کلونو را پدیخواه متأسفانه په هېواد کې د حکومت او ولسي جرګې ترمینځ دا اختلافات مروج دي چې کله د حکومت له خوا د نوی مالي کال د بودیجې طرحه د تأیید لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کېږي، د تأیید او تصویب پروسه یې تر ډیره وخته ځنډېږي.

دا ځل هم د ۱۳۹۷ لمریز کال د بودیجې طرحه چې د مشرانو جرګې له خوا تأیید شوېده د لیندۍ په لومړۍ نېټه ولسي جرګې ته وړاندې شوه، خو ولسي جرګې د لیندۍ په ۲۲مه نېټه په خپله عمومي غونډه کې د شته ۱۲۰ وکیلانو څخه د ۱۱۵ په منفي رایو دا طرحه بېرته رد کړه.

سمه ده چې ولسي جرګه او وکیلان حق لري تر څو د بودیجې په اړه نظر ورکړي، د هغې ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته کړي او حکومت په تېره بیا د مالیې وزارت هم مکلف دی چې پدې اړه شته ستونزې لیرې کړي، خو دا باید پدې معنا هم نه وي چې د ملي بودیجې د تصویب په پروسه کې دومره ځنډ راشي چې د حکومت مالي او تخنیکي چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

وروسته تر دې چې د لیندۍ په ۲۲مه نېټه په ولسي جرګه کې د حکومت له خوا وړاندې شوې د بودیجې طرحه رد شوه، که ملي بودیجه هر څومره ژر تصویب شي، په همدې اندازه به د پروژو او پروګرامونو په پلي کېدو کې مثبت اغېز ولري، خو که چېرې ولسي جرګه د بودیجې په تصویب کې هر څومره ځنډ وکړي افغان ولس به له ډیرو ستونزو سره مخ کړي. اما په ورته وخت کې بیا د ولسي جرګې اداره او وکیلان وایي چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د بودیجې په طرحه کې د ۶۷ میلیارده افغانیو کمښت، په دولتي ادارو کې د ۲۲ زره نويو بستونو زیاتېدل، د تېر کال نیمګړیو پروژو ته د مالي امکاناتو نه‎شتون او د ولایتونو په کچه د بودیجې په وېش کې نا انډولتوب هغه مسایل ګڼي چې دوی یې د بودیجې د وړاندې شوې طرحې رد کولو ته اړ کړي.

اوس دا پرېکړه ولس نشي کولای چې کوم لوری په حق دی یا کوم لوری په ناحقه، خو هغه څه چې څرګند دي او ولس یې د ځان حق ګڼي، د نوي مالي کال لپاره د بودیجې بشپړ تصویب دی چې باید د دواړو لوریو په تفاهم او همغږۍ ژر تر ژره ترسره شي. که چېرې بیا هم د تېرو کلونو په څېر د نوي مالي کال د بودیجې طرحې تصویب د حکومت او پارلمان د خپل منځي ناندریو له امله ځنډېږي او بیا یې زیان د هېواد په کچه لویو او وړو پروژو او پروګرامونو ته رسېږي، دا بیا هېچا ته د منلو وړ نده.

د افغان سمون ټولنه په دواړو لوریو غږ کوي چې ژر تر ژره د بودیجې پر سر اختلافات حل او د ولس پر مخ شته ستونزو ته مثبت ځواب ووايي؛ تر څو په هیواد کې د امنيت، پوهنې، لوړو زده کړو، کرنې، روغتيا او د کليو پراختيا په برخه کې لویې او وړې پروژې د تطبیق لپاره اماده شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.