د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د يو قوماندان په ګډون څلور طالبان د خپل ماين چاودنه کې وژل شوي

د يو قوماندان په ګډون څلور طالبان د خپل ماين چاودنه کې وژل شوي

Jan 06, 2018 - 10:47

اسعداباد (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٦) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کونړ ولايت کې د يوې چاودنې له امله د وسله والو مخالفينو يو مشهور قوماندان له خپلو درېيو ملګرو سره وژل شوى دى.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، دغه وسله وال په خپل کور کې د ماينونو په جوړولو بوخت و، چې  ماين پرې چاودېدلى دى .

د کونړ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسِوول فريددهقان ددغې پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، دا پېښه د ناړۍ ولسوالۍ د باټاس په کلي کې رامنځته شوې ده .

هغه وايي چې وژل شوى طالب قوماندان جهان نومېده او په دې پېښه کې يو ماشوم هم ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement