ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې يوې ښځې خپل ځان زندۍ کړى

فارياب کې يوې ښځې خپل ځان زندۍ کړى

author avatar
6 Jan 2018 - 13:54
فارياب کې يوې ښځې خپل ځان زندۍ کړى
author avatar
6 Jan 2018 - 13:54

ميمنه (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٦): د فارياب سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت د ميمنې ښار په اتمه ناحيه کې يوې ښځې ځان زندۍ کړى دى.

د فارياب پوليسو د مطبوعاتو مسوول عبدالکريم يورش پژواک خبري اژانس ته وويل، ٢٧ کلنې زهرا د کورني تاوتريخوالي له امله ځان زندۍ کړى دى.

يورش وويل، د پېښې په تړاو يې د يادې مېرمنې مېړه نيولى دى.

د فارياب د عامې روغتيا د عدلي طب مسوول ډاکټر عنايت سمير پېښه تاييدوي او وايي چې زهرا زندۍ شوې، خو د معايناتو څخه ترلاسه شوې نتيجه ښيي چې له زندۍ دوه-درې ورځې وړاندې د هغې پر بدن د وهلو ډبولو نښانې هم تر سترګو کېږي.

د فارياب د بشر حقونو د ولايتي دفتر مشر سيد حفيظ الله فطرت پژواک ته وويل  چې يادې مېرمنې درې ماشومان هم درلودل. د هغې د زندۍ کېدو انګېزه تر اوسه نه ده څرګنده شوې خو امنيتي ځواکونو د پېښې په تړاو د هغې د مېړه له نيولو ډاډ ورکړى دى.

 فطرت وويل، په روان کال کې په ياد ولايت کې د وژنو او زندۍ څلور پېښې ورسره ثبت شوې، په داسې حال کې چې تېر کال د ورته پېښو شمېر ٢٨ کسانو ته رسېده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.