ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د ښځو ډېرى قضيې د قومي مشرانو او علماوو له خوا هوارېږي

نورستان کې د ښځو ډېرى قضيې د قومي مشرانو او علماوو له خوا هوارېږي

author avatar
6 Jan 2018 - 10:41
نورستان کې د ښځو ډېرى قضيې د قومي مشرانو او علماوو له خوا هوارېږي
author avatar
6 Jan 2018 - 10:41

جلال اباد (پژواک، ١٦ مرغومی ۹۶): د نورستان د ښځو چارو رياست وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرى پېښې د قومي مشرانو د منځګړيتوب له لارې هوارېږي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په روان لمريز کال کې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۴۵ پېښې ثبت شوې دي.

د ياد رياست د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې يوازې يوه يې عدليي او قضايي ارګانونو ته وړاندې شوې، چې لا تر اوسه حل شوې نه ده؛ ځکه خو خلک تر ډېره دا ډول قضيې د قومي منځګړيتوب له لارې حل کوي.

د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې زاهدې فيضان له پژواک سره د ځانګړې مرکې پرمهال وويل، چې روان کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۴۵ قضيې ثبت شوي، چې له ډلې يې ۱۸ د قومي منځګړيتوب له لارې حل شوې دي.

هغې زياته کړه، اوسمهال هم پنځه قضيې د قومي منځګړيتوب له لارې حل ته وړاندې شوي او يوه قضيه په محکمه کې تر څېړنو لاندې ده.

د ښځو چارو رييسه وايي، تېر کال هم په نورستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۷ پېښې ثبت شوې وې، چې له ډلې يې ۲۷ هغه د منځګړيتوب له لارې حل شوې دي.

په دغو قضيو کې يوه يې هم د مرکز پارون د يوې اوسېدونکې الينا (مستعار نوم) قضيه ده، چې عدليي ارګانونو ته وړاندې شوې؛ خو لا هم نه ده حل شوې.

د مېرمن فيضان د معلوماتو له مخې، الينا چې پلار يې په نشه يي توکوروږدی دی او خپله لور يې د ۱۳ غواګانو د ولور په مقابل کې يوه معتاد ځوان ته ورکړې، تر واده وړاندې د کوژدې په وخت کې د خاوند له لوري طلاق ورکړل شوی دی.

۲۳ کلنه الينا شپږ کاله وړاندې کوژدن شوې؛ خو کله چې خبريږي مېړه يې په نشه روږدی دی؛ نو د ښځو چارو رياست ته عارضه کېږي، چې مېړه يې او پلار يې دواړه معتاد دي او مهر يې چې ۱۳ غواګانې دي، د پلار له خوا اخېستل شوې دي.

وروسته هغه د ښځو چارو له رياسته غوښتنه کوي چې مېړه يې بايد مهر (۱۳ غواګانې) همدې ته وسپاري؛ ځکه راتلونکی ژوند يې له ستونزو سره مخامخ کېدلی شي.

کله چې د ښځو چارو رياست د الينا خاوند راغواړي، هغه الينا ته د طلاق خبره کوي او دا خبره څو ځلې تکراروي.

خو د الينا خاوند دعوه کوي چې دغه خبره يې په غوسه کې کړې او الينا نه طلاقوي؛ خو الينا ورسره دا نه مني او وايي، طلاق يې ورکړی نور ورسره هېڅ کار نه لري.

د نورستان د ښځو چارو رييسه وايي، د الينا موضوع وروسته محکمې ته راجعه کېږي؛ خو  د استېناف قاضي د الينا د خاوند طرفداري کوي.

د ښځو چارو رييسې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دغه قضيې په محاکمو کې نه څېړل کې کيږي، وويل: ((نورستان يو سنتي ولايت دی، ديني عالمان په کې ډېر دي ، څوک نه غواړي چې خويندې يې محکمو ته ولاړې شي، قضيې هم د اسلام په رڼا کې فيصله کېږي او حق يې هم نه تر پښو لاندې کېږي. په محاکمو باور هم کم دی.))

هغې زياته کړه، يوه قضيه يې محکمې ته لېږلې، چې له يوې خوا يې وخت ډېر واخيست او له بلې خوا قاضيي تر ډېره د يوې خوا پلوي کوي.

په همدې حال کې د نورستان ولايت اوسېدونکي او وکيلان هم نيوکه کوي چې د نورستان په محاکمو کې پرېکړې رښتيا هم يو طرفه کېږي؛ نو ځکه خلکو پر محکمو باور له لاسه ورکړی او ستونزې د جرګو او منځګړتوب له لارې حلوي.

دغه راز د نورستان يوه قومي مشر مولوي امان الله عنايت پژواک سره د خبرو پرمهال وويل، په ډېرو ولسواليو کې د محاکمو نه شتون او په جرګو کې حقدارو ته حق ورکول هغه څه دي، چې د خلک يې له محاکمو زړه تورى کړى او خپلې ستونزې د جرګو له لارې حلوي.

خو د نورستان د ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوی که څه هم تاييدوي چې شخړې د قومي جرګو له لارې حلېږي؛ خو وايي دغه موضوع پر محاکمو د بې باورۍ له مخې نه، بلکې د يو ميراثي دود له مخې کېږي.

خو د نورستان د والي وياند سعيد مومند پژواک ته وويل، د دغه ولايت اوسېدونکي د خپلو ولسي دودونو او رواجونو له امله پرېکړې په جرګو کوي، نه د محاکمو د نه موجوديت او پر عدليي او قضايي ارګانونو د باور نشتوالي له امله.

دی وايي، له کامدېش پرته د نورستان په ټولو ولسواليو کې څارنوالۍ، محکمې او د حقوقو ادارې فعالې دي او هېڅ راز ستونزه نه شته.

دغه راز د نورستان د استېناف محکمې رييس قضاوتوال محمد حکيم کونړى هم ورته څرګندونې کوي او ټينګار يې وکړ، که ورته هره موضوع ورسيږي؛ نو د خپلې ايماني او هېوادنۍ دندې له مخې به يې حل او فصل کړي.

نوموړي د الينا په نوم د يوې نجلۍ د قضيې په تړاو وويل، موضوع ځکه ځنډنۍ شوې، چې ياده نجلۍ د خپلې عريضې له مخې ملامته راتلله.

په نورستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د نورو پېښو ترڅنګ پر ښځو درانه کارونه هغه څه دي چې تر ډېره يې په دغه ولايت کې رواج موندلی دی.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.