پاراخ (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٦): د پنجشېر ولايت په حصه اول ولسوالۍ کې د يوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان ټپيان او دوه نورو ژوند له لاسه ورکړى دى.
د پنجشېر د ولايت مقام د مطبوعاتو مسوول محمد منصور عنابي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار څلور بجې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې په موټر کې پنځو ناستو کسانو له کابل څخه د ياد ولايت حصه اول ولسوالۍ ته د يوه ماشوم مړى لېږداوه، چې ورته مهال موټر د دغې ولسوالۍ په دهن ريوت سيمه کې له سړک اوښتى او چپه شوى دى.
د پنجشېر ولايت د مطبوعاتي مسوول په وينا، په مړو کې يوه ښځه او يو پخوانى جهادي قوماندان عبدالرازق شامل دي.
هغه زياته کړه، د پېښې ټپيان چې نارينه دي؛ د پنجشېر ولايت ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
پنجشېر کې حکومتي چارواکي وايي، په روان کال کې د ترافيکي پېښو له امله ١٥ کسان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
يادې سرچينې د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل د سړک نرى والى او نامتوازن والى په ګوته کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن