ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې وکيلان د کابل په بنايي سيمه کې ځانمرګى بريد د پوښتنې وړ بولي

ځينې وکيلان د کابل په بنايي سيمه کې ځانمرګى بريد د پوښتنې وړ بولي

author avatar
6 Jan 2018 - 18:33
ځينې وکيلان د کابل په بنايي سيمه کې ځانمرګى بريد د پوښتنې وړ بولي
author avatar
6 Jan 2018 - 18:33

کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر غړو، د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په بنايي سيمه کې ځانمرګى بريد د پوښتنې وړ بولي؛ په دې اړه يې د جدي څېړنې غوښتنه کړې ده.

 پرون شپه په ياده سيمه کې د ځانمرګي بريد په پايله کې ١٣ پوليس ووژل شول او د ١٦ پوليسو په ګډون ٢٢ نور کسان ټپيان شول.

 ياد بريد په داسې حال کې رامنځته شوى، چې پنجشنبه د مازديګر څلور بجې امنيتي ځواکونو د بنايي په سيمه کې د الکولي مشروباتو د راټولولو او د دغو مشروباتو د پلورونکو د نيولو په موخه عمليات پيل کړل، چې له امله يې د سيمې د هټۍ والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

 د نښتې په پايله کې يو هټۍ وال ووژل شو او څلور نور ټپيان شول، چې بيا لسګونه هټۍ والو د همدې کار له امله په لاريون لاس پورې کړ.

 په دغو عملياتو کې يو کيلوګرام او ٧٧٠ ګرامه هيرويين، ٥٣ ګرامه شيشه، له ٢،٨ کيلوګرامه زيات ترياک، له ٤٣ کيلوګرامه زيات چرس، ١٦٣ بوتله الکولي مشروبات او يوه اندازه افغانۍ، هندۍ او پاکستانۍ کلدارې، پنځه ميله تومانچې، دوه ميله کلاشينکوفونه او دوه لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د يادې موضوع په اړه خبرې وشوې.

ولسي جرګه کې د کابل استازي الله ګل مجاهد د بنايي په سيمه کې ځانمرګي بريد ته په اشارې سره وويل: "دغه قضيه لا ډېرې څېړنې ته اړتيا لري، ځانمرګى له پخوا ځاى پر ځاى شوى و، په دغه سيمه کې پر موټرونو نشه يي توکي، وسلې او مهمات پلورل کېدل."

هغه زياته کړه، نشه يي توکي او ترهګري له يوه-بل سره مستقيمه اړيکه لري او بايد په دې اړه څېړنه وشي، چې د يادې سيمې له تلاشۍ وروسته څرنګه ځانمرګى بريد رامنځته شوى.

 ولسي جرګه کې د فراه استازي محمد سرور عثماني فراهي هم د بنايي سيمې له تلاشۍ وروسته د ځانمرګي بريد رامنځته کېدل د اندېښنې وړ وبلل او ويې ويل، دا ډول بريد د کشفي او استخباراتي ارګانونو پر بې کفايتۍ دلالت کوي؛ دا بايد په ډاګه شي چې د ياد بريد تر شا څوک لاس لري.

د هغه په وينا، له ياد بريده دا څرګنديږي چې ترهګريزې ډلې د نشه يي توکو له پلورونکو او توليدونکو سره هرو مرو اړيکې لري او د هغوى په اشاره کار کوي.

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود او په جدي توګه يې د يادې پېښې د څېړلو غوښتنه وکړه.

 د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د يادې پېښې د غندلو ترڅنګ د جرګې امنيتي او کورنيو چارو کمېسيون ته دنده وسپارله، څو  له امنيتي ارګانونو سره دغه پېښه په ګډه وڅېړي او پايلې يې له جرګې سره شريکې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.