مزارشريف (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۶): د بلخ د ټاکنيزو چارو مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ټول ټاکنيز مرکزونه د دوی تر بشپړ پوښښ لاندې دي.
دوی همداراز وايي، په تېرو ټاکنو کې ځينې مرکزونه د زورواکو، قوماندانانو او محلي مشرانو په کورونو کې جوړ کړای شوي وو، چې دا ځل يې مخنيوی شوی دی.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۱۷مه د ټاکنيز کمېسيون، دولتي چارواکو او مدني بنسټونو ګډه ناسته تر سره شوه.
د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مسوول مشر فضل احمد حياتي د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هېواد کې د ۷۰ سلنه ټاکنيزو مرکزونو چارې بشپړې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، د ټاکنو کمېسيون په پوره روڼتيا سره د ټاکنو تر سره کېدو ته ژمن دی او هڅه کوي پارلماني ټاکنې پر خپل مهال تر سره کړي.
هغه د بلخ ولايت د رايې اچونې مرکزونو په تړاو وويل، ټول مرکزونه يې د دوى په بشپړه ولکه کې دي.
د ټاکنو کمېسيون مشر فضل احمد حياتي وويل، په تېرو ټاکنو کې د بلخ ولايت د رايې اچونې ځينې مرکزونه د قوماندانانو، زورواکو او محلي مشرانو په کورونو کې جوړ کړای شوي وو.
نوموړي زياته کړه، دغه ډول ټول مرکزونه يې لغوه کړي او پر ځای يې د سيمې په جوماتونو او ښوونځيو کې د رايې اچونې نوي مرکزونه په پام کې نيولي دي.
په ياده غونډه کې د ولايتي شورا وکيل هاشم عظيمي هم پژواک ته وويل، په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ شونتيا خورا زياته وه.
نوموړي زياته کړه: ((خلکو به وکيلانو سره خبرې کولې، چې څومره رايې دې په کار دي، بيا به يې په خپله سيمه کې ورته هماغسې صندوقونه ډکول.))
د هغه په خبره، د ټاکنو کمېسيون چارو کې بايد ژور بدلون راشي.
بلخوا د بلخ دولتي چارواکي وايي، دوی ژمن دي چې په دغه ولايت کې د رڼو ټاکنو لپاره د زمينې په برابرولو سره خپله مسووليت ادا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن