د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګه : د پاکستانيو بورسونو د پايلو ځنډېدل دې وڅېړل شي

مشرانو جرګه : د پاکستانيو بورسونو د پايلو ځنډېدل دې وڅېړل شي

Jan 07, 2018 - 14:54

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦) : د افغانستان مشرانو جرګې له لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې د پاکستانيو بورسونو د پايلو په اړه دې ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي.

پاکستان تېرکال د افغان محصلينو لپاره ٣٠٠٠ بورسونه اعلان کړل چې دا بورسونه به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره  وي او هر کال به په  بېلا بېلو برخو کې افغان محصلينو ته شاوخوا ٦٠٠  بورسونه ورکول کېږي.

شاوخوا شپږ مياشتې مخکې په کابل ، جلال اباد، کندهار، مزار شريف او هرات ښارونو کې د پاکستان د بورسونو لپاره اتو زرو افغان محصلينو ازموينه ورکړه، خو تر اوسه يې نه پايلې اعلان شوې او نه هم په دې اړه بل کوم پرمختګ شوى دى.

د مشرانو جرګې غړي سناتور نثار احمد حارث د مرغومي په ١٧مه، ددې جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې زرګونه افغان محصلين له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې شپږ مياشتې مخکې له دوى څخه ازموينه اخيستل شوې، خو تر اوسه يې پايلې نه دي اعلان شوې.

نوموړي وويل چې د دې بورسونو د پايلو د نه اعلانېدو له امله د محصلينو او ځوانانو ترمنځ لويه اندېښنه رامنځته شوې او د هغوى تعليمي کار د ضايع کېدو په حال کې دى.

سناتور حارث له لوړو زده کړو زارت او  بهرنيو چارو وزارت څخه وغوښتل چې دا موضوع دې رسماً په کابل کې د پاکستان سفارت سره مطرح کړي .

د ده په وينا، که چېرې دا بورسونه نور هم ځنډيږي او د محصلينو کال ضايع کېږي؛ نو دوى ته دې په هېواد کې دننه د لوړو زده کړو زمينه برابره شي.

د مشرانو جرګې بل سناتور جمعه الدين ګيانوال هم وايي چې د زرګونو افغان محصلينو برخليک نه دى معلوم او له حکومته يې وغوښتل  چې له ديپلوماتيکو لارو له پاکستان سره دا موضوع مطرح کړي.

هغه زياته کړه، پاکستان دې پر بورسونو سياست نه کوي، تعليم له سياست سره اړخ نه لګوي او بايد د افغان محصلينو وخت نور ضايع نه کړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د دې جرګې د معارف او لوړو زده کړو  کمېسيون ته دنده وسپارله، چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي او خپلې پايلې دې د جرګې راتلونکې غونډې  سره شريکې کړي.

د جواد الله په نامه يو تن افغان محصل چې د پاکستان بورسونو ته يې ازموينه ورکړې، وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د دوى اندېښنې زياتېږي.

هغه پژواک ته وويل چې نور ټولګيوال او ملګري يې چې په هېواد کې دننه پوهنتونونو ته لارې موندلې دي، هغوى دوه سمستره درس ووايه ، خو  ددوى کال ضايع شو.

د محمد عابد په نامه يو بل محصل هم وايي چې دوى نور انتظار نه شي کولى او له دې بورسونو يې زړه تور شوى دى.

د نوموړي په وينا، که چېرې پاکستان دا بورسونه نور هم ځنډول غواړي؛ نو رسمي اعلان دې وکړي  چې محصلين د ځان غم وخوري.

په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې د جنورۍ د مياشتې تر پايه پورې به ددې بورسونو د ازموينې پايلې اعلان شي.

خو دا چې دا کار ولې ځنډېدلى دى، په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement