ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو  ١٤ پوليس خوشې کړل

وسله والو طالبانو ١٤ پوليس خوشې کړل

author avatar
7 Jan 2018 - 16:09
وسله والو طالبانو  ١٤ پوليس خوشې کړل
author avatar
7 Jan 2018 - 16:09

ګردېز(پژواک،١٧مرغومى٩٦): وسله والو طالبانو په پکتيا کې ١٤ پوليس له اتو مياشتو زندان وروسته بېرته خوشې کړل.

سيمه ييز مسوولين هم دا خبره مني او وايي چې وسله والو طالبانو ياد پوليس د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې ژوندي نيولي وو.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پوليس د قومي مشرانو په منځګړيتوب را خلاص شوي دي.

حسرت وايي: ((١٤ کسه پوليس سرتېري چې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي و، د قومي مشرانو په منځګړتوب پرون شپه را خوشې شوي دي.))

د څمکنيو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار سيدالله ظريف پژواک ته وويل چې دا پوليس سرتېري تېره شپه د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې راپرېښودل شوي او خپلو اړوند قطعاتو ته سپارل شوي دي.

ظريف وايي چې پرېښودل شوي پوليس سرتېري د سرحدي او عامه نظم ارګانونو اړوند دي

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې د نيول شوو سرتېرو له ډلې يې دوه تنه مخکې پرېښي و او ١٤ تنه يې تېره شپه خلاص شوي دي.

مجاهد وايي چې دا پوليس د دې ژمنې پر اساس چې تر دې وروسته به نظامي دنده نه تر سره کوي، پرېښودل شوي دي.

د يادونې ده چې شاوخوا اته مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ ونيوله چې په ترڅ کې يې يو شمېر پوليس هم د طالبانو له خوا ژوندي ونيول شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.