ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې  ٣٥ جريبه ځنګل سوځېدلى

په لښکرګاه کې ٣٥ جريبه ځنګل سوځېدلى

author avatar
7 Jan 2018 - 14:19
په لښکرګاه کې  ٣٥ جريبه ځنګل سوځېدلى
author avatar
7 Jan 2018 - 14:19

لښکرګاه(پژواک،۱۷مرغومی۹۶): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په يو ځنګل کې د اورلګېدنې له امله په شاوخوا ٣٥ جريبه ځمکه کې زينتي او نورې ونې له منځه تللې دي.

تېره شپه په مرکز لښکرګاه کې د هلمند سيند تر غاړې، ځنګل کې د څو ساعتونو لپاره اور لګېدلى و.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د کرنې رييس احمدشاه خيري د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې اورلګېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه: (( په دې ځنګل کې هر ډول خلک تګ راتګ کوي، په نشه يي توکو روږدي کسان راځي او کله کله امنيتي ځواکونه فيشنګونه هم فير کوي، نو تر اوسه يې د اور اخيستنې علت نه دى معلوم.))

ده وويل چې په ځنګل کې د اطفايي موټرو د تګ راتګ لپاره د لارې پر جوړېدو کار روان دى.

دى وايي: (( همدې لارو مرستو وکړه، که نه ډېر ځنګل به سوځېدلى و.))

د خيري د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې په اورلګېدنه کې په شاوخوا ٣٥ جريبه ځمکه کې زينتي او نورې ونې سوځېدلې دي.

د هلمند د کرنې رييس زياتوي چې د دې ځنګل بايد جدي ساتنه وشي، ځکه له يو لوري يې لښکرګاه ته ښکلا ورکړې او له بل پلوه يې د هوا په پاکوالي کې ډېره مرسته کړې ده.

دغه راز د لښکرګاه ښار اوسېدونکي عبدالله جان پژواک ته وويل چې له ځنګل څخه سمه ساتنه نه کيږي، نو ځکه په کې اور لګول هم اسانه کار دى.

ده وويل چې يو شمېر کسانو به په قصدي ډول د ځنګل سوځېدو ته زمينه برابره کړې وي، ترڅو يې غصب کړي.

د هلمند پوهنتون د کرنې څانګې يو تن محصل صالح محمد پژواک ته وويل: (( موږ د مطالعې لپاره همدا يو ځاى درلود، له هغه نه يې هم ساتنه وکړه، تېره شپه يې اور اخيستى و.))

دغه ځنګل شاوخوا پنځه لسيزې وړاندې د لښکرګاه ښار په بولان سيمه کې جوړ شوى چې د نا امنيو له امله يې يو شمېر ساحې غصب شوې هم دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.