ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : غزني کې  ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي : غزني کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
7 Jan 2018 - 15:48
چارواکي : غزني کې  ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
7 Jan 2018 - 15:48

غزني ښار(پژواک،١٧مرغومى٩٦): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په اندړو او ده يک ولسواليو کې د عملياتو پرمهال ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعور ګل د مرغومي په ١٧مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې امنيتي ځواکونو په اندړو او ده يک ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.

قوماندان وايي چې په دې عملياتو کې تر اوسه ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو ١٢ موټرسايکلونه او يو شمېر   سپکې او درنې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

جنرال شعورګل وايي چې دغه عمليات به هغو سيمو ته هم وغځول شوي چې اوس مهال وسله وال طالبان په کې دي.

دغه راز په دې خبري غونډه کې د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې د عملياتو پرمهال د خلکو همکاري له امنيتي ځواکونو سره ډېره مهمه ده.

ده زياته کړه: (( همدغه خلک طالبانو ته ډوډۍ ورکوي، د شپې د خوب ځاى ورکوي او بيا په دولت نيوکې هم کوي چې امنيت نه شي راوستى.))

والي وايي چې وسله والو طالبانو سږ کال څو ځلې کوښښ وکړ چې  لويې لارې په خپل کنټرول کې راولي ترڅو عوايد ترلاسه کړي خو مخه يې و نيول شوه او خپلې موخې ته ونه رسېدل.

بل لورته مدني فعال محمد ابراهيم پژواک ته وويل چې د عملياتو له ترسره کېدو وروسته بايد په سيمه کې پوستې جوړې شي.

هغه وايي: (( که پوستې جوړې نه شي نو عمليات هېڅ معنا نه ورکوي، ځکه امنيتي ځواکونه چې لاړ شي، سيمه بېرته طالبان نيسي.))

دغه راز د ده يک ولسوالۍ د تون پير سيمې اوسېدونکي محمد الله پژواک وويل چې تېره ورځ يې سيمې ته امنيتي سرتېري ورغلي و.

هغه وايي: (( طالبانو څو هاوانونه پر دوى فير کړل چې يو يې پر کور ولګېده او يوه ښځه په کې ټپي شوه.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.