د افغانستان د ټاکنو او رونټیا څار بنسټ (ETWA) چې د ټاکنو کمیسیون د نوي غړي ټاکنیز بهیر له نیږدې څارې، اندیښنه لري. نوموړی بهیر چې په ډاګه د ټاکنو قانون په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان سره په ټکر کې دی، کولای شې چې د انتخاباتو کمیسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او د هېواد د سیاستوالو او مشرانو تر منځ د راتلونکو ټاکنو په هکله د یوې سیاسې اجماع د رامنځته کیدو مخه ډب کړي.
څرنګه چې د غوراوي کمیټې بیا ځلې جوړیدل، د دغې کمیتې کاري بهیر او د کار پایلې یې د ټاکنو قانون سره په ښکاره توګه په ټکر کې دي. د همدې لپاره د ټاکنو کمیسیون هغه نوي غړي چه د دغې بهیر له لیارې ټاکل کیږي به هم قانوني مشروعیت و نه لري.
په ښکاره توګه یو غیر قانوني بهیر کې د غوراوي کمیټې د غړو په توګه د خپلواکو ادارو استازو لکه سترې محکمې، د اساسي قانون د پلي کیدو څخه د نظارت کمیسیون، د بشري حقونو کمیسیون او د ښځینه مدني ټولنې استازو شتون، د عامو خلکو باور د نوموړیو ادارو پر ژمنو دا چې یادې ادارې به د ځواکونو د تفکیک اصل تامینوي او اساسي قانون، د هېواد نافذه قوانینو، بشري حقونو او بلآخره په افغانستان کې ولسواکۍ او ډموکراټیکو پروسو ته به درناوي کوي، لا پسې راکموي.
(ایتوا) د ملي یووالي حکومت څخه غواړي چې د اوسنۍ غوراوې کمیتې کار ژر تر ژره ودروي او مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او بهیرونو سره د سلا مشورو په ترڅ کې د ټاکنو کمیسیون د یوه کم غړي د ټاکلو لپاره قانوني لارې چارې ولټوي او عملي یې کړي.
که چېرې حکومت باوري وي چې د غوراوي کمیټې د مخکنې لیست څخه چې ولسمشر ته یې سپارلې وؤ، واقعا شرایطو سره برابر کس نشته، نو کولای شي چې د ټاکنون په قانون کې د غوراوي کمیټې او د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو شرایطو اړوند مادې تعدیل کړي او د هغه په رڼا کې نوي د غوراوې کمیټه له نوي کسانو څخه جوړه کړي. په دې توګه کولای شو چې یو غیر قانوني بهیر په یو قانوني او روا بهیر باندې بدل کړو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن