ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان او باميان ولايتونو کې د دوه ښځو په ګډون شپږ کسان نيول شوي

بغلان او باميان ولايتونو کې د دوه ښځو په ګډون شپږ کسان نيول شوي

author avatar
8 Jan 2018 - 18:34
بغلان او باميان ولايتونو کې د دوه ښځو په ګډون شپږ کسان نيول شوي
author avatar
8 Jan 2018 - 18:34

باميان، پلخمري (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٦): سرچينې وايي چې بغلان ولايت کې د دوه ښځو په ګډون څلور کسان د نشه يي توکو د لېږد او دغه راز باميان ولايت کې د تاريخي اثارو د کيندلو په تور دوه کسان نيول شوي دي.

د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اکرم سريع وويل چې د يادې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کارکوونکو، پلخمري ښار کې شاوخوا پنځوس کيلوګرامه هيرويين او چرس چې په يوه کرولا موټر کې ځاى پر ځاى او له تخار ولايت څخه د هېواد مرکز ته رالېږدول کېدل؛ کشف او ترلاسه کړي دي.

نوموړي زياته کړه، د يادې پېښې په تړاو د دوه ښځو په ګډون څلور کسان نيول شوي او اوسمهال د اړونده ارګانونو له لوري تر څېړنې لاندې دي، چې دکشفي ارګانونو له لومړنيو څېړنو وروسته به د يادو تورن کسانو دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

بلخوا د باميانو مرستيال وياند ابراهيم حفيظيان ويلي چې په دغه ولايت کې د تاريخي اثارو د کيندنو په تور دوه کسان نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې ياد دوه کسان باميانو کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري له يوه سراچه موټر او  وسپنه موندونکي ماشين سره يوځاى نيول شوي دي.

هغه وويل، له يادو دوه کسانو څېړنې روانې دي، څو په ډاګه کړي چې دوى چېرته د غيرقانوني کيندنو هوډ درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.