ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د لوګر د مرکز ځينې اوسېدونکي د پوليسو له لوري وهل شوي

خلک: د لوګر د مرکز ځينې اوسېدونکي د پوليسو له لوري وهل شوي

author avatar
8 Jan 2018 - 12:22
خلک: د لوګر د مرکز ځينې اوسېدونکي د پوليسو له لوري وهل شوي
author avatar
8 Jan 2018 - 12:22

پل علم (پژواک،۱۸مرغومى۹۶): د لوګر د مرکز يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې تېره ورځ د ماين تر چاودنې وروسته د پوليسو له لوري ډېر سخت وهل شوي دي.

د لوګر د مرکز اړوند د جمعه کلا، علي خان کلا، بوچه کلا، مهاجرو، خواجه محمد او اکبر کلا سيمو اوسېدونکي نن د مرغومي په ١٨ مه ولايتي شورا ته ورغلي وو.

د دې کسانو په استازيتوب د جمعه کلا اوسېدونکي ٥٠ کلن بسم الله وويل چې پرون يې په کلي کې د پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه شوې وه.

ده وويل چې تر چاودنې وروسته سيمه ييز  او د عامه ساتنې پوليس يې کلي ته ورغلي او ډېر خلک يې وهلي دي.

هغه وايي: (( په ټوپک او لرګيو يې د ښځو او ماشومانو په مخ کې و وهلو، زما لنګۍ يې لرې واچوله، د ناموس کنځلې يې راته وکړې او په وينو يې تګ سور کړم.))

نوموړي پر خپل بدن د وهلو نښې نښانې د ولايتي شورا غړو ته د ثبوت په ډول وښودې او ويې ويل: (( که مې پوښتنه ونه شي او غچ مې وانخيستل شي نو حاضر يم چې هر کار  وکړم.))

دغه راز بل سپين ږيري ٦٠کلن سميع الله وويل: (( په خداى که روس او امريکا دومره ظلم وکړي، لکه چې دوى پر موږ  وکړ، دا اول ځل نه دى، پوليسو مخکې هم خلک ډېر سخت وهلي دي.))

د ده په وينا، د کور مخ ته يې څارويو ته واښه اچول چې پوليس ورغلي او ډېر سخت يې وهلى دى.

هغه زياته کړه: (( کورته ننوتل د ښځو جامې يې ايسته وغورځولې، ښکنځلې يې وکړې او ويل يې چې تاسو طالبان ياست او  که اصلاح نه شئ، نو  ښځې درڅخه بيايو.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ځينو يې لاسونه او د ځينو يې پښې په ګچ کې وې او ويل يې چې پوليسو ور مات کړي دي.

د يادو کسانو د خبرو تر اورېدو وروسته د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې د دې پېښې به جدي پوښتنه کوي او هڅه به وکړي چې عاملينو ته يې سزا ورکول شي.

ستانکزي وويل: (( په دې شک نشته چې له تاسو سره يې ظلم کړى دى، په تاسو کې د وهلو نښې ښکاري، دغه موضوع به جدي تعقيبوم.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.