ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې ١٢ زره ټنه جلغوزې توليد شوي خو بازار نه لري

په پکتيکا کې ١٢ زره ټنه جلغوزې توليد شوي خو بازار نه لري

author avatar
8 Jan 2018 - 15:40
په پکتيکا کې ١٢ زره ټنه جلغوزې توليد شوي خو بازار نه لري
author avatar
8 Jan 2018 - 15:40

ښرنه (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٦) : د پکتيکا ولايت اوسېدونکي او د جلغوزيو سودا ګر وايي چې په دغه ولايت کې ۱۲  زره ټنه جلغوزې توليد شوي دي.

دوى زياتوي چې له دې څخه يې  نيمايي برخه  د بازار د نه شتون له امله له سوداګرو سره پاتې دي او نيمايي د پاکستان په نامه نړيوالو بازارونو ته وړاندې کېږي.

د ګومل ولسوالۍ دجلغوزيو سوداګر حاجي محمد صديق پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په پکتيکا کې دوولس زره ټنه جلغوزي توليد شوي چې نيمايي لا په خپل ځای پاتې دي.

هغه زياته کړه، د اورګون په بازار کې يې تر ۶  زره ټنه زيات جلغوزي د مناسبو بازارونو د نه شتون له امله پاتې دي او که دا حالت دوام وکړي سوداګر به په ميليونونوافغانۍ تاوان وکړي.

د نوموړي په خبره، دوى يوکيلو جلغوزي په ۹۰۰ افغانۍ پلوري خو پاکستاني سودا ګر همدغه جلغوزي دخپل هېواد په نوم نړيوالو بازارونو کې ۴۰۰۰  پاکستانيو کلدارو پلوري، خو لا يې هم جلغوزي په خپل ځای پاتې دي.

هغه دولت په نه پاملرنې تورن کړ.

ددې ولسوالۍ يوبل اوسېدونکي ډاکټر محمد هاشم پژواک سره په خبرو کې وويل چې کله دوی پاکستان ته د پلور په موخه جلغوزي وړي د پاکستانيو ملېشو له لوري له دوی څخه ديوکيلو جلغوزيو په سر ۱۰۰ پاکستانۍ کلدارې اخيستل کېږي .

هغه وايي، افغان دولت دې له نړيوالو سوداګرو سره دافغانستان دجلغوزيو دپلور په موخه خبرې وکړي ترڅو نړۍ ته دغه جلغوزي دافغانستان په خپل نوم وړاندې شي.

د جلغوزيو يوبل سودا ګر حاجي خان محمد بيا پر دولت نيوکه کوي چې په تېرو ۱۶ کلونوکې په دې ونه توانېده چې دافغانستان دجلغوزيو لپاره نړيوال بازار پيدا کړي او په خپل نامه يې نړۍ ته صادر کړي.

هغه غوښتنه کوي چې دولت دې دپکتيکاوالو جلغوزيو ته ځانګړى مارکېټ جوړ کړي او هم دې له نړيوالو سره دافغانستان د جلغوزيو د پلور خبره وکړي، ځکه چې د لويې پکتيا تر ټولو لوی عايد همدا جلغوزي دي.

په پکتيکا کې دسوداګرۍ او صنايعو خونې مشر طلاخان پژواک ته وويل چې پکتيکا د نورو ولايتونو په پرتله زيات جلغوزي لري خو تر اوسه دوی په دې نه دې توانېدلي چې مناسب بازار ورته پيدا کړي.

هغه وويل، هڅې يې روانې دي ترڅو له نړيوالو هېوادنو سره يوې هوکړې ته ورسږي او دغه جلغوزي وپلوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.