ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست له ماشومانو سره مرسته کېدونکي خوراکي توکي مخکې له وېشه پلورل کېږي

د خوست له ماشومانو سره مرسته کېدونکي خوراکي توکي مخکې له وېشه پلورل کېږي

author avatar
9 Jan 2018 - 12:24
د خوست له ماشومانو سره مرسته کېدونکي خوراکي توکي مخکې له وېشه پلورل کېږي
author avatar
9 Jan 2018 - 12:24

خوست ښار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۶): د خوست ولايت له ځينو ادارو سره د خوارځواکو ماشومانو لپاره مرسته شوي خوراکي توکي په ښار کې پلورل کېږي.

د کاکو په نوم دغه خوراکي توکي د خوراک نړيوال سازمان او د ماشونو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يا يونسيف له لوري د افغانستان د عامې روغتيا او پوهنې وزاتونو ته ورکول کېږي.

د يونسيف مرسته شوي خوراکي توکي د ولايتونو په روغتيايي مرکزونو کې او همدارنګه د خوراک نړيوال پروګرام مرسته شوي توکي د همدې ادارې له لوري په کليو کې هغو ماشومانو ته ورکول کېږي چې خوارځواکي وي.

خو د ځينو سرچينو په وينا، د دې پر ځای چې دغه خوراکي توکي پر ماشومانو په وړيا ډول ووېشل شي، په خوست ښار او همدارنګه د ولسواليو په هټيو کې په ازاد او پرچون ډول پلورل کېږي.

په خوست ښار کې د سوپر سټار په نوم د اندامونو د ښکلا کلب مسوول شهاب الدين وايي چې یاد توکي د خوست ښار په ټولو ورزشي کلبونو کې لوبغاړو ته ورکول کېږي او هغوی يې د پروټين پر ځای خوري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دا د عامې روغتیا او معارف له رياستونو څخه ښار ته راوځي، په ۲۴ کلدارې يې اخلو او بيا يې په ۳۰ کلدارې پر لوبغاړو خرڅوو، لوبغاړو دې خوراکي توکو ته مخه کړې ده.))

د ياد کلب يوه لوبغاړي حبيب الرحمن پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې له ممپليو څخه دا جوړ شوي کاکو کلب ته رسېدلي، پروټين يې پرېيښي او دغه خوراکي مواد خوري.

نوموړي زياته کړه: ((زه اوس د پروټينو، هګیو او کچالوو پر ځای دا کاکو خورم. دا په اصل کې د سوء تغذي ماشومانو لپاره دي، خو موږ يې دلته د پروټين پر ځای خورو.))

د جوړښت له مخې د دغو کاکو ډېره برخه ممپلي تشکيلوي، په ځانګړو پلاستيکي کڅوړو کې بند شوي، څو مخکې له وخت څخه له خرابېدو وژغورل شي او ماشومانو ته سالم ورسېږي.

د دغه ولايت د مرکز اوسېدونکي خالد پژواک اژانس ته وويل، دوی تر لسو ډېر داسې ماشومانو لري چې له خوارځواکۍ سره پرتله کېږي، خو ياد خوراکي توکي يې په سترګو هم نه دي ليدلي.

نوموړي زياته کړه: ((ماشومان مو ولايتي ملکي روغتون ته هم ور وړي وو، خو تر اوسه موږ ته د يادو خوراکي توکو په نوم څه نه دي راکړل شوي، دا د ماشومانو په حق کې ستر ظلم دی.))

په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا رياست د تغذي تخنيکي همکار ډاکتر عبدالواحد نيازی مني چې ياد خوراکي توکي د ځينو خيريه بنسټونو له لوري له دوی سره مرسته شوي دي.

سره له دې چې دغه توکي د ښار د خوراکه پلورنځیو په ډېری هټيو کې ترلاسه کېږي، خو ډاکتر عبدالواحد نيازي پر دې ناخبري وښوده چې ګني عامو خلکو ته هم د لاسرسي وړ دي.

ده پژواک اژانس ته وويل: ((دا مواد یوازې د هغو ماشومانو لپاره دي چې له خوارځواکۍ سره مخ دي، فکر نه کوم چې په ښار کې دې په پرچون ډول وپلورول شي، زه په ښار کې ګرځېدلی يم خو څه مې نه دي موندلي.))

نوموړي همدارنګه زياته کړه چې له روغتيايي مسوولينو سره په هره غونډه کې د دې شيانو په نه خرڅلاو ټينګار کړی او ترې غوښتې يې دي چې اړمنو ماشومانو ته يې ورکړي.

ډاکټر عبدالواحد نيازي همدارنګه وويل چې د RUCF او RUTF په نوم د ماشومانو د خوارځواکۍ دغه خواړه د ډاکتر له لارښوونې پرته خوړل، ښايي د روغ انسان لپاره زيان ولري.

په دغه ولايت کې د روغتيا د ودې او مديريت ادارې يا OHPM ولايتي مسوول احمدولي منګل هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې رد کړه چې ګني د عامې روغتيا له رياست سره مرسته شوي ياد خوراکي توکي په ښار کې پلورل کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((کوم توکي چې په هټيو کې پلورل کېږي، هغه زموږ توکي نه دي. موږ يې د سريال نمبر کتلی، دا هغه سريال نمبر نه لري چې له موږ سره مرسته شوي دي.))

بل لور ته په خوست کې د خوراک نړيوال سازمان يوه مسوول د نوم نه خپرېدو په شرط دا رد کړه چې د دوی له لوري په مرسته شوي کاکو کې دې فساد شوی وي.

سرچينې زياته کړه، ښايي په ښار او نورو هټيو کې پلورل کېدونکي کاکو هغه دي چې خلکو ته ورکړل شوي دي.

د خوست د روغتيايي مسوولينو په وينا، په هرو درېيو مياشتو کې دوی ته له کابل نه له ۴ زرو تر ۵ زرو پورې د دې خوراکي توکو کارتنونه ورځي چې په هر يوه کارتن کې ۱۵۰ دانې د کاکو کڅوړې وي او په روغتيايي مرکزونو وېشل کېږي.

همدارنګه ځينې نورې شمېرې ښيي چې د خوراک نړيوال پروګرام يا WFP هم دغه ولايت ته هر ځل په زرګونه کارتنونه راوړي، خو داسې ښکاري چې اړمنو ماشومانو ته نه رسېږي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.