ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد ځنګلونه او څرځایونه سلګونه جریبه زیات شوي

د هېواد ځنګلونه او څرځایونه سلګونه جریبه زیات شوي

author avatar
9 Jan 2018 - 17:39
د هېواد ځنګلونه او څرځایونه سلګونه جریبه زیات شوي
author avatar
9 Jan 2018 - 17:39

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): د کرنې وزارت وايي، د هېواد په ځنګلونو کې څه باندې پنځه زره جريبه او څرځايونو کې سلګونه جريبه زياتوالى راغلى دى.

له دغه وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۶ مالي کال له پلان سره سم د افغانستان د ځنګلي سیمو بیارغونه او زیاتول ډېر کړي دي.

سرچينه کاږي، د ۱۳۹۵ مالي کال په پای کې د افغانستان ځنګلونه ۲۹۹زره او ۳۵۰ جریبه ځمکه وه، خو په ۱۳۹۶ مالي کال کې د هېواد د ځنګلونو په ځمکه کې پنځه زره او ۳۵ جریبه زیاتوالی راغلی چې ورسره د افغانستان د ځنګلونو اندازه ۳۰۴زره او ۳۸۵ جریبه ځمکې ته ورسېد.

سرچينه زياتوي، دغه ځنګلونه د کرنې وزارت له خوا په خړوبولو، د سېلابونو له تخریب څخه د مخنیوي، د ځنګلي سیمو د خاورو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي او د کنټرولي بندونو په جوړولو سره بیارغول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، یاد وزارت د له منځه تللو ځنګلونو د بیارغونې په موخه د کونړ، بادغیس، هرات، بلخ، بدخشان، لوګر، غزني او بامیانو په ولایتونو کې د ځنګلي خاورو د ساتنې لپاره ۱۰۰۰ کنټرولي بندونه جوړ کړي دي.

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې یاد وزارت د څړځايونو  ځمکو کچه له ۷ زره او ۵۱۵ جریبه ځمکو څخه ۹زره او ۱۱۵ جریبه ځمکو ته لوړ کړې ده. د دغو څړځايونو بیارغونه د تخمونو په شيندلو او د دغو سیمو په ساتلو شوې ده.

سرچينه کاږي، د کرنې وزارت د هرات، فراه، غور، غزني، بدخشان، بغلان، سمنګان، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې ۱۶۰۰ جریبه څرځایونه بیارغولي دي.

د کرنې وزارت په يوه بله جلا خبرپاڼه کې بيا ويلي چې دغه وزارت په هېواد کې د کبانو د روزنې زیاتولو او د کبانو د غوښې له پلوه د ځان بساینې په موخه د ننګرهار او بلخ په ولایتونو کې د کبانو د روزنې ۲۰ فارمونه او د ننګرهار او بلخ په ولایتونو کې د کبانو د تولید د دوو فارمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

سرچينه زياتوي چې په دې سره به په ننګرهار او بلخ  کې د کبانو د روزنې ۲۰ فارمونه هر کال ۱۸ ټنه غوښه عرضه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.