ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو بريد کې يو ملکي وګړى وژل شوى او اته نور ټپيان دي

پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو بريد کې يو ملکي وګړى وژل شوى او اته نور ټپيان دي

author avatar
9 Jan 2018 - 10:45
پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو بريد کې يو ملکي وګړى وژل شوى او اته نور ټپيان دي
author avatar
9 Jan 2018 - 10:45

اسعداباد(پژواک،١٩ مرغومى ٩٦) : چارواکي وايي چې پر کونړ ولايت د پاکستانيو ځواکونو په بريد کې يو ملکي وګړى وژل شوى او  اته نور ټپيان دي.

ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد دهقان د مرغومي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر ناوخته پاکستانيو ځواکونو پر سرکاڼو ولسوالۍ توغندويي بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، دا توغندي د يادې ولسوالۍ د شونکړۍ په سيمه کې پر کروندو لګېدلي چې له امله يې يو عام وګړى وژل شوى او اته تنه نور ټپيان شوي دي.

د دهقان په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي،خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د يادونې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستاني ځواکونه پر کونړ ولايت بريدونه کوي چې له امله يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه کورونه ړنګ شوي او زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.