ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: پاکستان دې د ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده اقدامات وکړي

امريکا: پاکستان دې د ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده اقدامات وکړي

author avatar
9 Jan 2018 - 12:02
امريکا: پاکستان دې د ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده اقدامات وکړي
author avatar
9 Jan 2018 - 12:02

واشنګټن (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): د امريکا دفاع وزارت وايي چې پاکستان دې له کوم توپير پرته د ترهګرو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي.

د امريکادفاع وزارت وياند ډګرمن روب ميننګ پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، هېواد يې له پاکستان څخه غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي.

هغه زياته کړې، له پاکستان څخه د امريکا غوښتنې ساده دي او هغه دا چې د افغان طالبانو او حقاني ډلې د مشرتابه، د هغوى له خوا دې د بريدونو مسوولينو او تنظيموونکو ته نور په پاکستان کې خوندي ځاى نه ورکول کيږي.

د ده په وينا، د يادو ډلو وسله وال له پاکستان څخه افغانستان ته تللي، هلته يې بريدونه کړي او خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې چې بايد ددغه کار مخه ونيول شي.

د امريکاد دفاع وزارت وياند وايي، دا څو غوښتنې او اقدامات دي چې په عملي کولو سره يې له پاکستان سره اړيکې ښې کېداى شي .

ډګرمن روب ميننګ ويلي، دوى د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له پاکستان سره د کېدونکو مرستو څخه د ٢٠١٧ کال د برخې ٩٠٠ ميليونه ډالره مرسته ځنډولې، يواځې تېر کال د ٢٠١٦ کال له برخې څخه ٥٠٠ ميليونه ډالر ورکړل شوي دي.

هغه زياته کړې،دا مرسته بنده شوې نه ده،بلکې ځنډول شوې،که چېرې پاکستان مثبت اقدامات وکړي؛ نو بېرته پيلېدلى شي.

 هغه هيله څرګنده کړه چې پاکستان به د ترهګرو ډلو پر وړاندې داسې مثبت اقدامات پيل کړي، چې امريکا يې غواړي.

د امريکا دفاع وزارت وايي:(( پاکستان ته مو ويلي چې په دې برخه کې بايدکوم اقدامات وکړي.))

ډګرمن روب ميننګ وويل، امريکا غواړي چې له پاکستان سره له کوم توپير پرته د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د امريکا ټولې نيوکې رد کړې دي او ويلي يې دي چې دوى د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.