ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيد حامد ګيلاني د طالبانو او پاکستان په اړه له کړو څرګندونو په شا شو

سيد حامد ګيلاني د طالبانو او پاکستان په اړه له کړو څرګندونو په شا شو

author avatar
9 Jan 2018 - 16:57
سيد حامد ګيلاني د طالبانو او پاکستان په اړه له کړو څرګندونو په شا شو
author avatar
9 Jan 2018 - 16:57

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): سيد حامد حامد ګيلاني د خپلو وروستيو خبرو څخه چې ويلي يې وو طالب مشران په پاکستان که نه په افغانستان کې دي، پر شا شوى او وايي چې له خبرو يې ناسم تعبير شوى دى.

سيد حامد ګيلاني درې ورځې وړاندې په کابل کې يوې ناستې ته ويلي وو: ((دا اوازې نور نه منم چې وايي د طالبانو مشران په بل ځاى [پاکستان] کې دي، دې ته کمزوري وايي؛ ځکه چې بل کار يې په وس کې [افغان حکومت او امريکا] کې نشته، زور يې نه لري، بهانه کوي، اکثره طالب مشران په خپل وطن کې دي.))

د ګيلاني دغو خبرو د افغان حکومت، ملي شورا  او مدني فعالانو سخت غبرګونونه وپارول او يو شمېر کسانو نوموړى د پاکستان د څارګرې ادارې اى اېس اى د موخو پر ملتيا او د طالبانو پر ملاتړ تورن کړ.

د ملي محاذ ګوند مشر نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې له خبرو يې ناسم تعبير شوى او له رسنيو غواړي چې نور دې دغه موضوع ته لمن نه وهل کېږي او (ملي ګټې په پام کې ونيسي.))

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې طالبان د سولې د خبرو لپاره چمتو دي او تېره ورځ يې د پکتيا په جاني خېلو کې د ١٤ اسيرو امنيتي ځواکونو په را خوشي کولو سره وښوده چې دوى سولې او خبرو ته چمتووالى لري.

دغه جهادي مشر په خپلو خبرو کې د ملي امنيت د پخواني مشر رحمت الله نبيل د هغو څرګندونو په اړه هم غبرګون وښود چې نوموړى يې له پاکستانه افغانستان ته د حقاني شبکې د بندي غړي انس حقاني سره د ملاقات لپاره د يوه کس پر راوستو تورن کړى و.

نبيل پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: ((سيد حامد ګيلاني څو ځلې د حقاني شبکې يو خطرناک غړى شېرخان له اسلام اباد نه کابل ته د خپلو موټرو په وسيله را لېږدولى او بيا يې د ملي يووالي حکومت د کليدي کسانو په همکارۍ او لارښوونه ورته له انس حقاني سره د ځانګړو ليدنو زمينه مساعده کړې، د يو شمېر دولتي افرادو او اشخاصو په تفاهم سره هڅه کوي چې حقاني خوشي کړي.))

ګيلاني وويل: ((هېڅکله پاکستان ته په موټر کې تګ راتګ نه کوم، زما پر وړاندې دا ادعا سمه نه ده او رسنۍ هم بايد د سياسي افرادو او ډلو د تخريب هڅه ونه کړي.))

د محاذ ګوند مشر څرګنده کړه چې د انس حقاني مجازات او خوشي کول د هېواد په محاکمو پورې اړه لري او نه غواړي چې په دې اړه زياتې خبرې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.