ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې “يوناما” خپل دفتر بيا پرانيست

فراه کې “يوناما” خپل دفتر بيا پرانيست

author avatar
9 Jan 2018 - 17:08
فراه کې “يوناما” خپل دفتر بيا پرانيست
author avatar
9 Jan 2018 - 17:08

فراه (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ پلاوي دفتر (يوناما) خپل د فراه دفتر له شپږ مياشتني ځنډ وروسته بيا پرانيستی دی.

د فراه د والي وياند ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وويل، په ياد ولايت کې د يوناما دفتر شپږ مياشتې وړاندې ياد ولايت ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامچي يوماماتو له ورتګ سره تړل شوى و.

د هغه په وينا، تادامچي ويلي وو چې د ياد دفتر لپاره بوديجه شتون نه لري او په فراه کې د يوناما دفتر ته اړتيا نه تر سترګو کېږي او که چېرې اړتيا شوه نو هرې پنځلس ورځې وروسته به له هرات څخه فراه ته يو استازى رالېږل کېږي او اړوند ټولې چارې به ترسره کوي.

مهري زياته کړه، يوناما په ياد ولايت کې خپل دفتر د دغه ولايت د مشرتابه د هلو ځلو او د يوناما د لېوالتيا له امله  بيا پرانيستى دى.

د فراه والي ډاکتر محمد عارف شاه جهان په فراه کې د يوناما دفتر له مسوولې مېرمن پريم روز اوتين سره د ليدو پر مهال په دغه ولايت کې د يوناما د دفتر پرانيستې په اړه خوښي څرګنده کړه  او په دغه ولایت کې یې د يوناما له ياد پلاوي غوښتنه وکړه چې خپلو فعاليتونو ته د پخوا په شان دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ پلاوي دفتر، غوره حکومتولي، بشري حقونو، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو او د ټولنې د پراختيا او پرمختګ لپاره د پراختيايي مرستو همغږي کولو او ورته نور فعاليتونه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.