ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: سيد حامد ګيلاني دې له خلکو بښنه وغواړي

مشرانو جرګه: سيد حامد ګيلاني دې له خلکو بښنه وغواړي

author avatar
9 Jan 2018 - 15:18
مشرانو جرګه: سيد حامد ګيلاني دې له خلکو بښنه وغواړي
author avatar
9 Jan 2018 - 15:18

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د اسلامي ملي محاذ ګوند د مشر هغه څرګندونې چې وايي طالب مشران په افغانستان کې دي، د هېواد د ملي ګټو خلاف بولي او وايي چې ګيلانې دې بښنه وغواړي.

سيد حامد ګيلاني درې ورځې مخکې په کابل کې يوې ناستې ته ويلي وو: ((دا اوازې نور نه منم چې وايي د طالبانو مشران په بل ځاى [پاکستان] کې دي، دې ته کمزوري وايي؛ ځکه چې بل کار يې په وس کې [افغان حکومت او امريکا] کې نشته، زور يې نه لري، پلمه کوي، اکثره طالب مشران په خپل وطن کې دي.))

ارګ، اجرائیه رياست، ولسي جرګې او نورو ارګانونو هم د ګيلاني دغه څرګندونې ناسمې بللې او غندلې دي.

دا څرګندونې نن د مشرانو جرګې له غبرګون سره مخ شوې.

په مشرانو جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي جمعه الدين ګيانوال وويل، دا ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي.

هغه د ګيلاني خبرو ته په اشارې سره وويل: ((د شرم ځاى دى چې يو جهادي رهبر راځي او د پاکستان له ګټو دفاع کوي، بايد يوه خبري کنفرانس کې له خلکو بښنه وغواړي.))

په جرګه کې د باميانو استازي قيس وکيلي هم د ګيلاني څرګندونې د هېواد د ملي ګټو خلاف وبللې او ویې ويل: ((له بده مرغه چې يو جهادي رهبر د پاکستان وياندويي کوي.))

په مشرانو جرګه کې د کابل استازي فرهاد سخي وويل چې د ګيلاني څرګندونې خلکو ته يوه اندېښنه پیدا کړې او که چېرې واقعيت ولري، بايد د طالب مشرانو پته له کشفي ارګانونو سره شريکه کړي، له دې پرته بايد ګيلاني د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي.))

په جرګه کې د زابل استازي زلمي زابلي هم وويل: ((له خلکو څخه له بښنې غوښتلو پرته بله لار نه لري، ګيلاني يو انسان دى او انسان له تېروتنو پاک نه دى.))

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل: ((د ګيلاني څرګندونې د افغانستان او خپله د هغه په ګټه نه دي، دا خبرې د پاکستان د ګټو لپاره شوې او بايد له ملت نه بښنه وغواړو.))

په پاکستان کې د افغان دولت د وسله والو مخالفو ډلو شتون يو داسې واقعيت دى چې انکار ترې نه شو کولى، بايد ووايو چې طالبان او داعش تمويل او تجهيز د پاکستان له لوري کېږي او بيا يې د ترهګريزو فعاليتونو د تر سره کولو لپاره افغانستان ته را استوو.

مسلميار د ګيلاني خبرې له شرمه ډکې وبللې او ویې ويل: ((سخته بې حيايي ده چې موږ د بل هېواد د ګټو وياندويي کوو او د خپل نظام او خلکو پر ضد څرګندونې ولرو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.