ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې پنځه پولیس وژل شوي

په کندهار کې پنځه پولیس وژل شوي

author avatar
9 Jan 2018 - 14:53
په کندهار کې پنځه پولیس وژل شوي
author avatar
9 Jan 2018 - 14:53

کندهار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۶): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې پنځه پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.

دغه پېښه د دې ولسوالۍ د تلوکان او موشان سیمو تر منځ رامنځته شوې ده.

د پنجوايي ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو له لایزر لرونکو وسلو په ګټې اخیستنې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.

سرچینې زیاته کړه، د وسله والو په دغه برید کې درې ملي پولیس او  دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د یادې سرچینې په وینا، کله چې سیمې ته مرستندوی ځواک رسېدلی نو وسله وال تښتېدلي دي.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی او ویلي یې دي چې له یوه ساعت جګړې وروسته یې د پولیسو یاده پوسته نیولې او په کې مېشت ۹ پولیس یې وژلي دي.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، یو رینجر یې سوځولی او ګڼې وسلې یې نیولې، دغه راز يو طالب هم ټپي شوی دی.

د کندهار امنیتي چارواکو د دې پیښې په اړه په رسمي توګه خبریالانو ته معلومات نه دي ورکړي.

پنجوايي د کندهار ښار په لوېدیځ کې د ۲۵ کیلومتره په واټن پرته ده چې امنیتي وضعیت یې په نسبي توګه ښه دی.

دا له تېرې اوږدې مودې راهیسې لومړۍ پېښه ده چې پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.