ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی

پکتیکا کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی

author avatar
9 Jan 2018 - 15:28
پکتیکا کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی
author avatar
9 Jan 2018 - 15:28

ښرنه (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): په پکتيکا کې يو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوى او په يوه بله پېښه کې د تحريک طالبان پاکستان درې غړي نيول شوي دي.

د پکتيکا د ملي امنيت يوې سرچينې د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه ځانمرګي بريدګر چې غوښتل يې د ولايت پر مقام بريد وکړي، د امنيتي موظفينو له خوا موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شو.

هغه وويل: ((د بريد کوونکي په اړه موږ له وړاندې کشفي معلومات ترلاسه کړي وو، زموږ تر تعقيب لاندې و چې د ولايت دروازې ته نږدې  ووژل شو.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په زېړوک ولسوالۍ کې د تحريک طالبان پاکستان درې غړي له يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيول شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عظيم هاشمي پژواک ته وويل چې تېره ورځ پوليسو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د زېړوک ولسوالۍ په زېړوک کلي کې درې طالبان نيولي دي.

هغه وويل چې له دغو طالبانو يو شمېر وسلې او  چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

خو بل لور ته يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې ياد نيول شوي کسان د تحريک طالبان پاکستان غړي دي.

هغه وويل چې دغه طالبان له وزيرستانه زېړوک ته را اوښتى وو چې د پوليسو له خوا ونيول شول.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو د يادو پېښو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.