د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کوچیانو د خوست د خلکو پر ضد لاریون وکړ

کوچیانو د خوست د خلکو پر ضد لاریون وکړ

Jan 09, 2018 - 16:11

پل علم (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۶): د لوګر په مرکز کې سلګونه کوچيانو د خوست ولايت د يو شمېر اوسېدونکو پر ضد له دې امله لاريون وکړ چې لارې يې پرې تړلې دي.

د دغه لاريون کوونکو شمېر چې شاوخوا پنځه سوه کسانو ته رسېده، نن له غرمې مخکې يې د لوګر د مرکز پل علم په التمور سيمه کې لاريون کړى و.

د لاريون کوونکو له ډلې سالم جان کوچي پژواک ته وويل چې د خوست يو شمېر اوسېدونکو په دغه ولايت کې د دوى لارې تړلې او په څر ځايونو کې يې څارويو ته د څر اجازه نه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((خوستيانو په خوست کې له موږ سره زور زياتى شروع کړى، لارې یې راباندې تړلې دي او کوښښ کوي چې کوچيان له خپلو سيمو وشړي.))

بل لاريون کوونکي ګلبت خان کوچي وويل چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره يې د خوستيانو پر ضد په لوګر کې لاريون کړى دى.

دى وايي: ((عجب وخت راغلى، اوس خوستيان مو خپلو ملکيتونو او سرکاري دښتو کې نه پرېږدي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.

دوى ويل که يې ستونزه هواره نه شي، نو په لوګر او ګردېز کې به د خوست لويې لارې د ترافيکو پر مخ وتړي.

خو بل لور ته د خوست والي حکم حان حبيبي د لاريون ځاى ته ورغلى و.

حبيبي له کوچيانو غوښتنه وکړه چې لاريون دې پاى ته ورسوي او ډېر ژر به يې ستونزه هواره کړي.

هغه زياته کړه: ((زه  ژمنه کوم چې ستونزه به مو په دوو ورځو کې هواره کړم، تاسو له صبر او زغم څخه کار واخلئ.))

د حبيبي تر خبرو وروسته لاريون هم پاى ته ورسېد.

لومړى ځل نه دى چې د دولتي ځمکو پر سر د ځايې اوسېدونکو او کوچيانو تر منځ ستونزې را پيدا کېږي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوې چې مرګ ژوبله یې هم له ځان سره درلوده.​

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement