ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست قومي مشران :  حکومت دې د قانون ماتوونکو پر وړاندې پټه خوله نه پاتې کېږي

د خوست قومي مشران : حکومت دې د قانون ماتوونکو پر وړاندې پټه خوله نه پاتې کېږي

author avatar
10 Jan 2018 - 16:49
د خوست قومي مشران :  حکومت دې د قانون ماتوونکو پر وړاندې پټه خوله نه پاتې کېږي
author avatar
10 Jan 2018 - 16:49

خوست ښار (پژواک، ۲۰ مرغومى ۹۶): سلګونه قومي مشرانو له افغان دولت څخه ملاتړ څرګند کړ او له مرکزي ادارې څخه يې وغوښتل چې د قانون ماتوونکو پر وړاندې دې پټه خوله نه پاتې کېږي.

هغوی که څه هم ظاهراً د چا نوم وانخيست، خو اشاره يې د بلخ مخکني والي عطامحمد نور ته وه، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه د استعفا‌‌‌ له منظورېدو سره سره بيا هم په خپله څوکۍ پاتې دی او حکومت ته اخطارونه ورکوي.

يوه قومي مشر نورولي شاه بهار په دې اړه جوړه شوې غونډې ته وويل، که چېرې د بلخ پخوانى والي عطامحمد نور د خبرو له لارې د ملي يووالي حکومت سره تفاهم ته ونه رسيږي، نو هغوی به يې په زور له څوکۍ لرې او د قانون منګولو ته وسپاري.

دى زياتوي: ((واقعاً که افغان وې او په دې خاوره دې زړه بدېږي، نو له خپل دې غيرقانوني دريځ نه لاس په سر شه او له يوې سوله ييزې لارې کار واخله، مه دا حکومت خرابوه او مه ولس او که نه دوى به له خپل دولت نه د سر په بيه دفاع وکړي او قانون ماتوونکي به  له خپلې مخې لرې کړي.))

دا قومي مشران وروسته له هغه د ملي يووالي حکومت په ملاتړ غونډه ترسره کوي، چې د بلخ د مخکني والي عطامحمد نور او د ملي يووالي حکومت مشرانو ترمنځ د بلخ د ولايت مقام څوکۍ پر سر لانجه څوومې اوونۍ ته غځيږي.

يوه بل قومي مشر ګل احمد خان د بلخ مخکني والي ته په اشارې سره وويل، هر هغه څوک چې د قانون له حکمونو څخه سرغړونه کوي او حکومت ننګوي، دوی به بې تفاوته پاتې نه شي او د هغوی پر وړاندې به له زور څخه کار واخلي.

هغه وايي: ((څوک چې قانون ته ژمن وي، موږ يې په څنګ کې ولاړ يو او څوک چې د قانون خلاف کړنې کوي، هغه سره اول خبرې کوو او که مسئله له خبرو واوښته، نو بيا موږ خپل تېر تاريخ را ژوندی کوو.))

د غونډې ګډونوالو همدا ډول په خپلو خبرو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ژر پيلېدو غوښتنه هم وکړه.

هغوی د مرکزي ادارې له مشرانو وغوښتل، هر هغه خنډ چې د دې پروسې په مخ کې پروت وي، هغه دې له منځه يوسي.

يوه مدني فعال خليل جان ګربزوال يې په اړه وايي: ((هر څومره ځنډ چې د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې رامنځته کېږي، دا زموږ د ټولنې په زيان تماميږي، ځکه راتلونکې ټاکنې د همدې پېژندپاڼو په مټ ترسره کېږي.))

يادو قومي مشرانو همدارنګه په خپلو خبرو کې اوسني د ملي يووالي حکومت څخه کلک ملاتړ څرګند کړ او هغه څوک چې د دې حکومت پر وړاندې راپورته کېږي، هغه يې ياغي ياد کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.