ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ډېری سیمو کې ښځینه ډاکترانې او روغتیايي خدمتونه نشته

د غزني په ډېری سیمو کې ښځینه ډاکترانې او روغتیايي خدمتونه نشته

author avatar
10 Jan 2018 - 14:29
د غزني په ډېری سیمو کې ښځینه ډاکترانې او روغتیايي خدمتونه نشته
author avatar
10 Jan 2018 - 14:29

غزني ښار (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٦): د غزني د يو شمېر لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې د ښځينه ډاکترانو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي او ځيني وختونه اړ کېږي چې خپل ښځینه ناروغان د درملنې په موخه ډېرو لرو سيمو ته بوځي.

بل لور ته د عامې روغتیا چارواکي هم تاییدوي چې د ښځينه ډاکترانو له کمښت سره مخ دي خو زياتوي چې د ولسواليو کلينيکونو ته يې قابلې لېږلې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي کمال شاه د مرغومي په ٢٠مه د غزني په ولايتي روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې يې ښځينه ډاکترانې نشته، نو ځکه يې خپله مېرمن دغه روغتون ته راوړې ده.

هغه زياته کړه: ((زموږ په سيمه کې ښځينه ډاکتره خو څه کوې چې بېخي کلينيک هم نشته، نو د ښځو يوه وړه ناروغي چې هم وي بايد غزني ښار او يا يې هم اندړو ولسوالۍ ته انتقال کړو.))

ګيرو د غزني هغه ولسوالۍ ده چې څو کاله وړاندې يې د نا امنيو له امله روغتيايي مرکز تړل شوى دى.

کمال شاه وايي چې د ګيرو- غزني ښار لويې لارې امنيت هم ښه نه دى او موټر چلوونکي هم په لږو پيسو نه راځي.

ده وويل: ((يوه ورځ خو مجبور چې په موټر لټولو کې تېر کړې، بيا چې پيدا شي په لږو پېسو نه راځي، د ګيرو د خلکو اقتصاد هم ښه نه دى.))

بل لور ته د اندړو اوسېدونکي اسدالله پژواک ته وويل، که څه هم د دوى په ولسوالۍ کلينيک شته خو ښځينه ډاکترانې په کې نشته دي.

ده وويل: ((دولت مجبور دى چې د ډاکترانو امنیت ټینګ کړي څو هغوى لرو پرتو سيمو ته ولاړ شي او خلکو ته خدمت وکړي، يواځې په قابله ګانو ستونزې نه حل کېږي.))

د هغه په وينا، ډېرى وخت د شپې له مخې ښځو ته ناروغي پيدا کېږي خو د امنيتي ستونزو له مله دوى نه شي کولاى ښځې کلينيک او يا هم ښار ته ولېږدوي.

ده وويل، ډېرى وخت د همدې ستونزو له امله ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي چې دا يوه لويه ستونزه ده چې بايد حل شي.

اسدالله زياته کړه: ((کله خو د شپې له مخې طالبان هم موټرو ته اجازه نه ورکوي چې دا يو بل لوى مشکل دى.))

دغه راز د واغظ ولسوالۍ يوې اوسېدونکې فاطمې (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې څو مياشتې وړاندې يې په خېټه کې سخت درد پيدا شو.

نوموړې وايي: ((شپه وه، خېټه کې مې سخت درد پيدا شو، زړه بدوالى راته پيدا شو، کور چې د درد لپاره څه شيان وو، ټول مې وخوړل، خو هېڅ ښه نه شوم، تر سهار مې چېغې وهلې او ژړل مې.))

د هغې په وينا، د يادې شپې په سهار غزني ښار ته ولاړه او زیاتوي: ((کله چې د غزني ښار ولايتي شفاخانې ته راغلو نو ډاکترانو چې معاينه وکړه او راته يې وويل چې ته اپنډکس يې، نو بيا يې راته عمليات وکړل.))

د فاطمې په وينا، ډاکترانو ورته ويلي، که دوه، درې ساعته نور يې ځان روغتون ته نه واى رسولى نو ژوند به يې له ګواښ سره مخ شوى و.

د غزني د يادو ولسواليو تر څنګ د ده يک، اجرستان، مقر، قره باغ، اب بند او خوږياڼو، ولسواليو اوسېدونکي هم شکايت کوي او وايي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غزني دغو او يو شمېر نورو اوسېدونکو پر اړوندو چارواکو غږ وکړ چې روغتيايي ستونزې يې حل کړي.

بل لور ته د غزني په خوږياڼو ولسوالۍ کې د مرسل په نوم يوې قابلې پژواک ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله ډاکترانې او قابلې په ولسواليو کې دندې نه ترسره کولی.

مرسل چى د دى ولسوالۍ اوسېدونکې هم ده، زياته کړه: ((زه دلته په خوږياڼو کې وظيفه لرم، خو که امنيت ښه شي ډاکترانې هم راځي او نورې قابلې به هم راشي.))

د مرسل په وينا، د نا امنۍ له امله سړي نه شي کولاى په لرو پرتو سيمو کې دندې ترسره کړي نو ښځې به څنګه لرو پرتو سيمو ته د دندو ترسره کولو لپاره ولاړې شي.

هغې د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې نور له جګړې لاس واخلي څو خلک وکولاى شي په ارام زړه د خپل مسلک له مخې هېوادوالو ته خدمت وکړي.

بل لور ته د غزني روغتيايي چارواکي هم تر يوه بريده يادې ستونزې مني.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ظاهرشاه نېکمل پژواک ته وويل چې د ښځينه ډاکترانو په برخه کې ستونزې لري خو د قابلو تشکيل يې بيا پوره دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، يواځې په څلورو ولسواليو کې ښځينه ډاکترانې لري او په نورو کې بيا قابله ګانې کار کوي.

په دغو څلورو ولسواليو کې مالستان، جغتو، خواجه عمري او جاغوري شامل دي.

نېکمل زياته کړه: ((قابلې نه شي کولاى د ښځو ټولې ستونزې تشخيص او حل کړي خو بيا هم تر يوه حده کومک ورسره کولاى شي.))

ده وويل چې د امنيتي ستونزو له امله ښځينه ډاکترانې د غزني په ولسواليو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل: ((موږ کوښښ کوو چې دې ستونزې ته د حل يوه لار پيدا کړو.))

دغه راز نېکمل د ګيرو په اړه وويل چې په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي مرکز د بېرته پرانيستو په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.

د همدې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان پژواک ته وويل چې په ولسواليو کې وضعيت بد نه دى او ښځينه ډاکترانې کولاى شي دندې په کې اجرا کړي.

هغه وويل: ((حکومت مکلف دى چې د خلکو امنيت ونيسي نو موږ ډاکترانو ته هم ډاډ ورکوو چې امنيت يې نيسو او ولاړ دې شي خپل کار دې وکړي.))

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا وايي چې ښځينه ډاکترانو ته کورنۍ يې د کار کولو اجازه نه ورکوي نو د پلمې په توګه امنيتي ستونزې يادوي.

نوموړی وايي: ((د ولسوالۍ مرکزونه زیاتره په بازار کې وي، نو کله چې ولسوالۍ هلته وي معلومداره ده چې امنیتې ستونزه هلته نشته، نو دوى هسې بهانې جوړوي.))

هغه زياته کړه، که ښځينه ډاکترانې غواړي په ولسواليو کې دندې ترسره کړي او په تګ راتګ کې ستونزې لري، نو له امنيتي ځواکونو سره دې اړيکه ونيسي ستونزه به يې هواره کړي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان هېڅ مهال ښځينه ډاکترانو ته ستونزې نه جوړوي.

هغه زياته کړه: ((موږ په بار بار د روغتیايي مرکزونو له مسوولینو غوښتي دي چې باید ښځینه ډاکترانې هم راولي، زموږ له لوري ورته هېڅ ستونزه نشته، بلکې امنیت يې هم ساتو.))

د يادونې ده، غزني د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دى چې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دى نو ځکه يې اوسېدونکي د روغتيا، پوهنې او نورو برخو کې ستونزې لري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.