هرات(پژواک،۲۰مرغومی۹۶):د هرات ولايت د محبس چارواکي وايي چې د ميلادي کال په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې ددغه ولايت له مرکزي محبس څخه د پنځو ښځو په ګډون،۷۱بنديان خوشې شول.
د هرات ولايت د زندان مدير حميدالله صديقي وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې له نوموړي بند څخه د پنځو ښځو په ګډون ۷۱ بنديان خوشې شوي او د ۳۱نورو بنديانو د بند په موده کې کموالى راغلی دی.
هغه چې ددغو کسانو د خوشې کېدو په مراسمو کې يې خبرې کولې، له خوشې شويو بنديانو څخه يې وغوښتل چې له دې وروسته دې جرمونه نه ترسره کوي.
د هرات د مرکزي زندان د چارواکو په خبره ، په ياد شوي بند کې د ۱۴۵ښځو په ګډون ، شاوخوا درې زره بنديان شتون لري.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا د څرخي پله له محبس څخه د حزب اسلامي اړوند ۸۱بنديان خوشې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن