کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۶): د کندهار مدني فعالانو په یوه غونډه کې په ایران کې له مېشتو افغانانو د فاطمیون په نوم د ځواک جوړول او په سوریه کې د هغوی جنګول پر سختو ټکو وغندل.
هغوی وویل، ایران د افغانانو د مهاجرت له مجبورۍ ناوړه ګټه اخلي، هغوی باید افغان ولس ته په سوریه کې د وژل شوو افغانانو د وینې بیه ورکړي.
دغه غونډه نن (د مرغومي ۲۰مه) په کندهار پریس کلب کې جوړه شوې وه چې د بېلابېلو مدني ټولنو استازو، مخورو او د سولې شورا استازو په کې ګډون کړی و.
د افغانانو د ولسي ټولنې مشر حکمت الله افغان وویل، ګاونډیو شریرو هېوادونو نه یوازې په افغانستان کې د خپلو ګټو جګړه روانه ساتلې، بلکې د افغانانو د مهاجرت له مجبورۍ یې هم ناوړه ګټه اخیستې او په نورو هېوادونو کې یې د خپلو ګټو لپاره جنګوي.
هغه د ایران یادونه وکړه چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو یې د فاطمیون په نوم ځواک جوړ کړی او په سوریه کې یې جنګوي.
نوموړي دغه کار پر سختو ټکو وغانده او ویې ویل چې ګاونډي هېوادونه دې د افغانانو له مجبورۍ او بې وزلۍ ناوړه ګټه نه پورته کوي.
هغه زیاته کړه: ((موږ د افغان ولس په استازولۍ د ایران له خوا په سوریه کې د ۲ زره افغانانو وژل کېدل او د ۸ زرو ټپیان کېدل په سختو ټکو غندو او د هغوی خونبها غواړو.))
درې ورځې وړاندې ايراني سرچينو خبر ورکړ چې د دغه هېواد له خوا د سوريې جګړو ته له لېږل شوو افغانانو څخه دوه زره وژل شوي او تر اتو زرو پورې نور ټپيان دي.
د افغانانو دغه ډله فاطميون نومېږي چې د ايران د ځانګړي ځواک سپاه پاسداران له خوا د لوړو امتيازاتو په بدل کې د سوريې جګړو ته لېـږل کېږي. د ايران حکومت دغه کار د اهل تشيع اړوند (د اسلام د سپېڅلو ځايونو د ساتنې جهاد) بولي.
د ځوانانو کاروان ټولنې مشر عبدالولي ودان هم ورته څرګندونې وکړې او د دې تر څنګ یې د اسلامي محاذ ګوند د مشر حامد ګیلاني وروستۍ څرګندونې هم وغندلې چې ګواکې د وسله والو مشران په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دي.
هغه زیاته کړه، ټولۍ نړۍ ته څرګنده ده چې د وسله والو ډلو ټپلو استوګنه، روزنه او وسله وال کول چېرې او څنګه تر سره کېږي.
نوموړي دغسې مشران پلورل شوي او او د پردیو د طرحو پلي کوونکي وبلل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن