ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نا امني په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د لارې عمده خنډ دى

نا امني په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د لارې عمده خنډ دى

author avatar
10 Jan 2018 - 16:58
نا امني په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د لارې عمده خنډ دى
author avatar
10 Jan 2018 - 16:58

کابل(پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٦): د روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکي ارګانونه، نا امني او په روغتيايي مرکزونو کې د ښکېلو لورو له خوا مورچل نيونه، عمده ننګونې بولي او له هغوى   غواړي چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو خنډ نه شي.

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکو څلورو ملي او نړيوالو ارګانونو چې د کابل اورتوپيډي موسسه، افغان پراختيايي روغتيايي خدمتونه، نړيواله ژغورنه او د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه په کې شامل دي، نن يې خپل دوه کلن فعاليتونه د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وړاندې کړل.

د اکبر موسسې(د افغانانو لپاره د پراختيايي او بشري مرستو د همغږۍ اداره) مرستيال احمد تميم صبري په دې ناسته کې وويل چې نا امني، بنديزونه او د هېواد په ګڼو سيمو کې د لارو سختوالى، ددې لامل شوي چې ځينې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى ونه لري.

 خو نوموړي زياته کړه چې له ٢٠٠١ کال راهيسې د افغان حکومت، نړيوالو پراختيايي او نا دولتي موسسو د هڅو په پايله کې روغتيايي خدمتونه زيات شوي دي.

هغه وويل:((پر شته ننګونو سربېره هم موږ له حکومت سره په همکارۍ تصميم لرو چې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو سيستم له سره ورغوو، روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاس رسى، د نادولتي روغتيايي موسساتو له موخو ګڼل کېږي.))

د هغه په خبره، اوسمهال شاوخوا ٤٣ نا انتفاعى موسسې د افغانانو لپاره د پراختيايي او بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اکبر) په اډانه کې خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د برنامه مرستيال ډاکټر سيد محسن هاشمي هم وويل چې نا امني، په روغتيايي مرکزونو کې مورچل نيول او د جګړې د ښکېلو لورو له خوا له روغتيايي خدمتونو د وسيلې په توګه کار اخيستنه، په هېواد کې د وګړو لپاره د روغتيايي خدمتونو تر سره کول ستونزمن کړي دي.

هغه وويل چې د ښځينه پرسونل نشتوالى هم په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له خنډونو ګڼل کېږي.

د کابل د اورتوپيډي خصوصي مرکز موسسې مشرې مکۍ سياووش په دې ناسته کې وويل چې دا موسسه د معلولينو د بيا پياوړي کولو او دوى ته د مصنوعي غړو د جوړولو په برخه کې فعاليت کوي، په تېرو دوو کلونو کې توانېدلي چې نږدې ٢٩٠٠ ماشومان درملنه کړي او شاوخوا ٧٠ سلنه له معلوليته وژغورل شي.

نوموړې زياته کړه چې په هېواد کې د معلولينو په اړه د کره شمېرې نشتوالى ددې لامل شوى چې خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې نه شي.

نوموړې له ټولو والدينو غوښتنه وکړه چې که هر وخت له زېږون وروسته د خپلو ماشومانو په غړو کې بدلونونه(د قدم کوږ والى او مفصلونو بى ځايه کېدل) وګوري، د روغتيايي خدمتونو دا ډول  يوه مرکز ته دې ورشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.