ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې شته ستونزې بايد وپېژندل شي

ولسمشر غني: د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې شته ستونزې بايد وپېژندل شي

author avatar
10 Jan 2018 - 17:01
ولسمشر غني: د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې شته ستونزې بايد وپېژندل شي
author avatar
10 Jan 2018 - 17:01

کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٦): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، په بشپړه توګه د پوليو پر له منځه وړلو ټينګار کړى او ويلي يې دي چې په ياده برخه کې دې شته ګواښونه په ډاګه او پر ټولو لرې پرتو موقعيتونو دې تمرکز وشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد ولسمشر نن له غرمې وړاندې په افغانستان کې د پوليو پروګرام د عملي کولو پر وړاندې د شته ستونزو او دغه راز پرمختګونو راپور واورېد.

د عامې روغتيا او اړونده بنسټونو مسوولينو، په دغه برخه کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د پوليو يا ګوزڼ په بشپړ ډول د له منځه وړلو لپاره هر اړخيز راپور وړاندې کړ ، له ولسمشر څخه يې په دغه برخه کې له پاملرنې مننه وکړه او په دغه برخه کې يې ټول وړانديزونه او ستونزې شريک کړل.

د هېواد ولسمشر د اړونده بنسټونو د راپور له اورېدو وروسته وويل، په دغه برخه کې شته ستونزې بايد په نښه او پر ټولو لرې پرتو سيمو تمرکز وشي او په دغه برخه کې بايد يو څرګند او هر اړخيز تحليل هم ترتيب شي.

ولسمشر د ګوزڼ ناروغۍ پر له منځه وړلو او په غوره توګه د عملي کولو د ټينګار ترڅنګ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، څو له سيمه ييزو چارواکو سره په همغږۍ په دغه برخه کې چټک ګامونه پورته کړي.

ولسمشر غني، په نږدې راتلونکي کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د بشپړو تدابيرو په نيولو هم ټينګار وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.