فراه (پژواک،۲۰مرغومی۹۶): د فراه د پشتکوه ولسوالۍ ځينې خلک ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عبدالجبار په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام ۷:۳۰بجې د ولسوالۍ د مرکز اړوند نواباد کلي څو تنه لمونځ کوونکي چې له جومات څخه د وتلو په حال کې وو، د پوليسو له خوا ورباندې ډزې وشوې چې له امله يې د ده د تره ۱۴ زوی چې د اتم ټولګي زده کونکی و، وژل شوی او يو بل زلمی ټپي شوی دی.
د سيمې ځينو نورو عيني شاهدانو هم ادعا وکړه چې دغه ډزې د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا شوې دي.
هغوی د ځايي چارواکو له خوا د پېښې د جدي تعقيبېدو غوښتنه وکړه.
خو د فراه د امنيت امر سمونمل ګلبهار مجاهد د سيمې د خلکو دغه ادعا رد کړه.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر لمونځ کوونکو د يوه ناپېژاندي کس له خوا بريد شوی او تر اوسه په دې اړه څوک نيول شوي نه دي.
د نوموړي په خبره، د يادې شوې پېښې په اړه يې له امنيتي ځواکونو څخه د لا ډېرو پلټنو او وضاحت غوښتنه کړې ده.
د پشتکوه ولسوالۍ د کلينيک يوه ډاکټر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې په پېښه کې يو ملکي کس وژل شوی او يو بل ټپي دی، چې دواړه د امنيتي ځواکونو په ډزو کې لګېدلي دي.
د نوموړي په خبره، د ټپي کس روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ نه دی.
دا په داسې حال کې له يادې شوې پېښې يوه شپه وړاندې هم د دغې ولسوالۍ په ترګين کلي کې يو ۶۵ کلن متقاعد مامور د ناپېژاندي وسله وال له خوا د خپلې کورنۍ په مخکې په ډزو سره ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن