ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د خلکو “ملي اجماع” د حکومت او عطامحمد نور تر منځ منځګرتوب ته چمتو والى وښود

د افغانستان د خلکو “ملي اجماع” د حکومت او عطامحمد نور تر منځ منځګرتوب ته چمتو والى وښود

author avatar
11 Jan 2018 - 14:50
د افغانستان د خلکو “ملي اجماع” د حکومت او عطامحمد نور تر منځ منځګرتوب ته چمتو والى وښود
author avatar
11 Jan 2018 - 14:50

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٦): د افغانستان د خلکو د ملي اجماع بنسټ نن په کابل کې ټينګار وکړ چې د حکومت او بلخ د پخواني والي تر منځ شته ننګونې دې د خبرو له لارې حل شي او دوى چا ته جازه نه ورکوي چې د خپلو شخصي موخو لپاره د هېواد د قومونو برخليک له ستونزو سره مخ کړي.

ارګ د ليندۍ په ٢٧مه نېټه اعلان وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ له ولايته د عطامحمد نور استعفا منلې او پر ځاى يې انجنير محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلى دى.

خو عطامحمد نور چې په ورته وخت کې د جمعيت ګوند اجرايي مشر هم دى، ويلي چې که چېرې د بلخ والي نه ګوښه کېږي، دا تصميم به يې اړوند ګوند نيسي او د ګوند شرايط به منل کېږي.

د افغانستان د ملي اجماع بنسټ مشر محمد ابراهيم الکوزي نن په کابل کې د ارګ او نور ترمنځ د منځګړي رول ترسره کولو اعلان وکړ او ويې ويل چې يو شمېر کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره په بېلابېلو نومونو اختلافاتو ته لمن وهي چې دغه کار د افغانانو په ګټه نه دى.

نوموړي د هېواد امنيتي او سياسي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې اجماع بنسټ ملي اجماع بنسټ چمتو دى، څو د ارګ او عطامحمد نور تر منځ منځګړتوب وکړي چې د دې ستونزې د حل لپاره يې له ارګ او اسلامي جمعيت سره اړيکه نيولې ده.

هغه له عطامحمد نور وغوښتل چې د خپل قدرت او شخصي ګټو لپاره اختلافاتو ته لمن ونه وهي؛ ځکه چې خلک له جګړې او تاوتريخوالي ستړي شوي او له دې ډول اقداماتو سره ملتيا نه کوي.

نوموړي همدارنګه له حکومته په ځانګړي ډول له ولسمشره وغوښتل چې قانون دې پر ټولو يو ډول پلى کړي، په وينا يې چې ملي اجماع بنسټ داسې اسناد لري چې دواړه خواوې د خپلو شخصي ګټو د پالنې هڅه کوي او که چېرې ځان تېرېدنه ونه کړي او له شخصي ګټو تېر نه شي، نو دا اسناد به ډاګيز کړي.

د يادې اجماع د مشرتابه شورا غړي مولوي محمد عمر پشه يي هم وويل:((موږ د درېيم ګړي په توګه مسووليت لرو چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو، که چېرې يې موخه ملت ته خدمت وي، بايد اختلافاتو ته لمن ونه وهي؛ ځکه چې دغه کار د دوى د کمزورى لامل ګرځي.

هغه زياته کړه چې دواړه خواوې دې له دې ستونزې سره بېړنى او احساساتي چلند نه کوي؛ ځکه چې په وينا يې::((افغانستان د پرمختګ پر لور روان دى، اويايمه لسيزه بايد تکرار نه کړو، زور واکي  او اختلافات بايد د دغه پرمختګ خنډ نه شي.))

له يادې اجماع نه په خپاره شوي پرېکړه ليک کې راغلي: ((په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره ملت او ولسي ارګانونه دې پايلې ته رسېدلي چې په هېواد کې هېڅ کومې سياسي ډلې ته اجازه ورنه کړي، څو په هېواد کې د مېشتو قومونو برخليک د خپلو شخصي ګټو لپاره له خطر سره مخ کړي.))

اجماع د حکومت له لوړپوړو چارواکو وغوښتل چې خپل منځي ستونزې پاى ته ورسوي، د ملي يووالي د ټينګښت لپاره له خپلو شخصي ګټو تېر شي او بنسټيز کارونه وکړي.

پرېکړه ليک کې راغلي: ((که چېرې دولت او جمعيت ګوند د خلکو سوله ييزغوښتنې ونه مني، د خلکو ملي اجماع چې بېلابېل قومونه په کې دي، خپل وروستي تصميم به افغانانو او نړيوالې ټولنې ته اعلان کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.