کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۶): د حزب اسلامي افغانستان ٦٤ نور بندیان د دغه ګوند او دولت تر منځ د سولې هوکړې له مخې نن د بګرام او څرخي پله له زندانونو ازاد شول.
د حزب اسلامي او دولت تر منځ تېر کال د تلې په مياشت کې د سولې هوکړه لاسليک شوه.
د څرخي پله زندان مشر مل پاسوال عبدالتواب احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د حزب اسلامي ٥٦ بندیان خوشي شول.
د کورنيو چارو وزارت د محابسو او توقيف خونو رياست د محاکمو د اړيکو څانګې مشر پاسوال شامير اميرپور نن د کابل د څرخي پله زندان کې د زندانيانو د خوشې کېدو پر مهال وويل چې له یادو کسانو ٣٨ یې د بګرام له زندانه خوشي شوي دي.
دى وايي چې د څرخي پله په زندان کې د دغه ګوند د ٣١ نورو زندانيانو د خوشې کېدو پړاوونه هم وهل شوي او د شپږو نورو د خوشې کولو کار به هم نن د ورځې تر پايه بشپړ شي.
هغه وايي چې د څرخي پله له زندانه د خوشی شوو کسانو شمېر به د نن ورځې تر پايه ٣٧ کسانو ته ورسېږي.
خو د حزب اسلامي د مطبوعاتي کمېسيون غړي فضل غني حقمل نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې پژواک ته وويل چې د حزب اسلامي ٦٤ خوشي شوي زندانيان دغه ګوند ته سپارل شوي دي.
دى وايي، دولت ژمنه کړې وه چې نن به د حزب اسلامي اړوند ۹۱ بندیان خوشي کوي.
ده هيله څرګنده کړه چې پاتې ٢٧ کسان به نن او يا هم راتلونکې اوونۍ خوشي شي.
د حزب اسلامي د عدلي او قضايي کمېسيون مشر قاضي عبدالحي فقيري د يادو کسانو پر خوشي کولو خوښي وښوده خو ويې ويل چې د دغه ګوند له ٢٥٠٠ تر ٣٠٠٠ کسان لا هم بندیان دي.
د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې پلې کېدو د ګډ کمېسيون مشر نصرالله صفاري وويل چې تر دې وړاندې هم په دوو پړاوونو کې د حزب اسلامي ٧٠ زندانيان خوشي شوي دي.
دى وايي، افغان حکومت د حزب اسلامي له ازاد شوو کسانو غوښتنه کوي چې د هېواد د اساسي قانونو ټولو موادو ته ژمن پاتې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن