کندوز ښار (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په محب الله کلي کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي خو طالبان نه توانېدلي یاده پوسته ونیسي.
د قوماندان په وينا چې په رامنځته شوې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
د محب الله کلي اوسېدونکي حاجي علم ګل پژواک ته وويل چې جګړه د شپې ١١ بجې پيل شوه او تر سهاره يې دوام درلود.
ده وويل چې په جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېده چې د راکټ دوه مرمۍ پر کورونو هم لګېدلې دي خو چا ته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
علم ګل وايي چې د پوليسو او طالبانو د مرګ ژوبله په اړه معلومات نه لري.
د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې اړه به معلومات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
دشت ارچي د کندوز شمال ختيځ ته په ٤٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ډېرې سيمې يې نا امنه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن