د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى

په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى

Jan 11, 2018 - 18:25

کابل(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٦): د خبريالۍ د يوه بنسټ موندنې څرګندوي چې په تېر يوه کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٦٩ موارد ثبت شوي چې د يوه کال وړاندې مودې په پرتله زياتوالى څرګندوي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ((AJSC ، په ٢٠١٧ کال کې له خبريالانو او له دوى سره د شوي تاوتريخوالود شمېر په اړه د خپلو موندنو پايلې نن اعلان کړې.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب شريفي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل:((په ٢٠١٧ کال کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ١٦٩موارد ثبت شوي چې له دې ډلې خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو د وژنې ٢٠ موارد په کې شامل دي.))

هغه وويل چې ددې خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو ددغې شمېرې د ټولو مواردو مسووليت چې د هغوى د وژل کېدو سبب شوي، د ترهګرو ډلو پر غاړه دى چې ١٨ موارد يې داعش او پاتې نور طالبانو تر سره کړي دي.

شريفي زياته کړه:((د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي عمده لاملونه په درېيو اساسي برخو لکه له مجازاتو د معافيت کلتور، د ترهګرو ډلو هدفي بريدونو او د هغوى له لوري د رسنيزو بنسټونو په نښه کولو او په هېواد کې د نا امنيو د کچې پر لوړېدو پورې اړوند ګڼلى شو.))

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر وويل:((زموږ موندنې څرګندوي چې تېر ميلادي کال د تاوتريخوالي کچه د ٢٠١٦ کال په پرتله ٦٧ سلنه لوړه شوې ده، په ٢٠١٦ کال کې مو د تاوتريخوالي ١٠١ موارد لرل چې له دې ډلې د رسنيزو کارکوونکو او خبريالانو د وژنې ١٣ پېښې په کې شاملې وې.))

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د مرستيال قديم وياړ په خبره،  په روان زېږديز کال کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٥١ قضيې په ترهګرو ډلو او ٣٤  د دولتي چارواکو يا منسوبينو له لوري تر سره شوې چې ډېرې يې د مرکز حوزه(کابل) او د هېواد شمال او تر ټولو کمې يې په سوېل ختيځه حوزه کې رامنځته شوې دي.

وياړ څرګنده کړه چې په ٢٠١٧ کال کې  خبريالانو د ټپي کېدنې ٦١، د ناوړه چلند او سپکاوي ٣٢، د وهلو ډبولو ٢٣، د ګواښلو ١٥، د نيولو ١٢ او د خبري پوښښ له ساحې نه د غير اصولي وېستنې ٦ موارد  هم ثبت شوي دي.

د يادې کمېټې د چارواکو په خبره، په ٢٠١٧ کال کې د خبريالانو او د رسنيو د خونديتوب کمېټې ګډ کار د ٢٠١٦کال په پرتله ښه شوى، خو اړينه ده چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره د کمېټې تصميمونه عملي شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan