ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې د ۱۲ ميلیونه افغانيو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په لغمان کې د ۱۲ ميلیونه افغانيو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

author avatar
11 Jan 2018 - 15:40
په لغمان کې د ۱۲ ميلیونه افغانيو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
author avatar
11 Jan 2018 - 15:40

مهترلام (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۶): د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د نږدې ۱۲ ميليونه افغانیو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د يادو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د سلطان غازي بابا ښارګوټي کې يو باب جومات په ۳۳۸ متره مربع ساحه کې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی چې په يوه وخت کې د ۶۰۰ لمونځ کوونکو ځايېدو وړتیا لري.

هغه زياته کړه، د دې پروژې مالي لګښت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له انکشافي بودیجې ورکړل شوی او د جوړېدو چارې یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

همدارنګه په یاد ښارګوټي کې د عامه پارک پروژه چې د مهترلام ښاروالۍ او د امریکا د متحده ایالتونو د پرمختیايي ادارې د شهر موسسې په ګډ مالي لګښت بشپړه شوې هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان والي وايي، دغه پروژه په ۲۳۰۴۰ متره مربع ساحه کې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه او سرته رسېدلې ده چې ټولټال شپږ میلیونه او  ۹۷۸زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د نعيمي په وينا، په دغو دواړو پروژو کې لسګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه او اوس به يې ګټه سلګونه کورنیو ته ورسېږي.

د لغمان د ولایتی شورا رييس رفیع الله مموزي دغه پروژې د لغمان د پراختيا په برخه کې یو ګټور ګام یاد کړ او غوښتنه يې وکړه چې د سيمې خلک دې د يادو ځايونو په ساتنه کې همکاري وکړي.

د سيمي یوه اوسېدونکي فقرالله وويل، تر دې وړاندې يې د جومات نه شتون له امله ستونزې درلودې، چې اوس به هوارې شي او هم به له پارکه د تفريح لپاره ګټه واخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.