ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ٣٩شمېرې نمبر پلېټ د کمېشن کارانو د کار  د  رونق لامل ګرځېدلى

کابل کې د ٣٩شمېرې نمبر پلېټ د کمېشن کارانو د کار د رونق لامل ګرځېدلى

author avatar
11 Jan 2018 - 18:20
کابل کې د ٣٩شمېرې نمبر پلېټ د کمېشن کارانو د کار  د  رونق لامل ګرځېدلى
author avatar
11 Jan 2018 - 18:20

کابل(پژواک، ٢١مرغومى ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې په کابل کې د نمبر پلېټونو ګڼ شمېر غوښتونکي د ٣٩ شمېرې له اخيستلو ډډه کوي او کمېشن کارانو ته پيسې ورکوي، څو داسې پلېټ ورته واخلي چې ٣٩ شمېره په کې نه وي.

د ترافيکو مديريت کوڅې او د دې ساحې په شاوخوا عکاس خانو کې دا ډول کمېشن کاران په اسانۍ سره پيدا کېږي.

 کمېشن کاران د پلېټ له غښتونکو سره واضح خبرې کوي او ټينګار يې دا وي چې اوس مهال د پلېټ وېش له دې امله بند شوى چې شمېره يې ٣٩ عدد ته برابره ده، خو "حل لاره" هم لري.

د ترافيکو مديريت کوڅې يوه عکاس فکر وکړ چې د پلېټ غوښتونکى يم، خبرې يې راسره پيل کړې او ويې پوښتل چې دلته د څه لپاره راغلى يې؟ خو کله چې له موضوع خبر شو، وويل:((بايد له ٣٩عدد نه د خلاصون لپاره ٢٥٠ ډالر ورکړې، تر اتو – لسو ورځو پورې به له ٣٩ شمېرې پرته يو پلېټ در کړل شي.))

د پليټ يوه غوښتونکي نذير احمد پژواک خبري اژانس ته وويل:((تېر کال مې يو موټر واخيست، د ګمرک اسناد يې لرل، له قانوني پړاوونو وروسته مې د ترافيکو رياست ته راجع کړ، اوس دلته راته وايي چې د پلېټونو شمېره ٣٩ ته رسېدلې ده.))

هغه په دې اړه چې ولې نه غواړي ٣٩ شمېره پلېټ واخلي، وويل:((پر موټر د ٣٩ پليټ لګول، په بازار کې د موټر بيه تر سل زره پورې ښکته کوي.))

نذير احمد زياته کړه چې دا اندېښنه يې له خپل يوه ملګري سره شريکه کړې ده او هغه هم د يوه کمېشن کار شمېره ورکړې، کمېشن کار ويل چې ستونزه به يې د ٣٠٠ ډالرو په بدل کې حل کړي.

هغه زياته کړه:((بالاخره حاضر شوم چې د ٢٠٠ ډالرو په بدل کې مې ستونزه حل کړي، څو ٣٩ نه بچ شم، ١٢ ورځې وروسته يې د ترافيکو له مديريت نه داسې پلېټ راته واخيست چې ٣٩ شمېره په کې نه وه.))

ګڼ شمېر خلک په بېلابېلو ولايتونو کې ٣٩ شمېره د (بې ناموسۍ شمېره) ګڼي او وايي چې له هغه شمېرې ډډه کوي چې په ترکيب کې يې ٣٩ راغلي وي. دا ستونزه نه يوازې چې د موټر د پليټونو وېش کې مطرح ده، بلکې د ټيليفون او کور په برخه کې هم جنجالي ګڼل کېږي.

د دل اغا په نوم يوه بل غوښتونکي وويل چې درې مياشتې وړاندې يې د پليټ اخيستلو هوډ کړى و، خو ورته وويل شول چې شايد له يوې مياشتې زيات وخت ونيسي، له همدې امله اړ شو چې يوه کمېشن کار ته له ٣٩ پرته د بل پليټ اخيستلو لپاره پيسې ورکړي.

هغه وويل:((کله مې چې له کمېشن کار سره خبرې وکړې، ويې ويل چې ٥٠ پليټ پاتې دى، که چېرته ژر اقدام ونه کړي، نو د ٣٩ پلېټ وېش پيلېږي، تر يوه کاله به دا پلېټ پاتې وي، ځکه خو اړ شوم چې د خپلې ستونزې د حل لپاره ٢٥٠ ډالر ورکړم.

هغه وويل:((اکثره ترافيک چارواکي له کمېشنرانو سره لاس لري، خو دوې مياشتې کېږي چې وايي د پليټ صدور له دې امله ځنډېدلى چې ٣٩ شمېرې ته رسېدلي دي، خپله هم حاضر نه شوم چې پيسې ورکړم، فکر کوم چې د ترافيکو چارواکي شرايط تر دې کچې رسوي چې خلک اړکېږي، د کمېشن کارانو له لارې اقدام وکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.