کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي غواړي چې له نږدې څخه د وروستيو حالاتو د ليدنې او څارولو په موخه به افغانستان ته سفر وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفير او د امنيت شورا دوره يي مشر کايرات اوماروف پرون په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، دا ډېره مهمه ده چې د امنيت شورا غړي له نږدې څخه د افغانستان له حالاتو ځان خبر کړي.
که څه هم هغه ددې سفر نېټه او وخت په ډاګه نه کړه، خو زياته يې کړه چې دا به په وروستيو اوو کلونو کې دامنيت شورا د غړو افغانستان ته لومړى سفر وي.
د قزاقستان سفير چې د روانې مياشتې لپاره د امنيت شورا مشري پر غاړه لري ويلي، غواړي چې د افغانستان له اړتياوو او غوښتنو څخه خبر شي .
دا په داسې حال کې ده، چې دا مريکا د ملي امنيت سلاکار مېک ماسټر څو ورځې مخکې د امنيت شورا ټولو غړو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو او کابل ته د امريکا د لوړوپوړو چارواکو د سفرونو په اړه معلومات ورکړي دي.
اوماروف وايي، د امنيت شورا غړو موافقه کړې چې په افغانستان کې د پرمختګ او امنيت لپاره نورو جدي هلو ځلو او پاملرنې ته اړتيا ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن