ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په لغمان او هلمند کې اته  وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: په لغمان او هلمند کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
12 Jan 2018 - 11:57
چارواکي: په لغمان او هلمند کې اته  وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
12 Jan 2018 - 11:57

جلال اباد (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : چارواکي وايي چې په لغمان او هلمند ولايتونو کې د هوايي بريدونو پر مهال اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند  سرحدي ځواک د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته ددې ولايت دالينګار ولسوالۍ د حيدرغر په سيمه کې افغان هوايي ځواک د مخالفينو پر يو پټنځاى هوايي بريد کړى و.

هغه زياته کړه، په دې بريد کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى يو ميل دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.

ځواک وايي، د مخالفينو دغې ډلې له يوې حاکمې نقطې څخه تل پر دولتي ځواکونو ډزې کولې .

بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي چې ځانګړو ځواکونو د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځاى  شپني ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

ددغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې څلور  وسله وال وژل شوي، دوه تنه شکمن نيول شوي او دهغوى د وسلو يوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.