کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ وزارت وايي چې له مېرمنو څخه د ملاتړ د پروګرام له مخې يې د کابل په ۱۰ ولسوالیو کې پر ۱۸۲۰ مېرمنو د خوراکي توکو د پروسس توکي وېشلي دي.
د کرنې وزارت له خوا د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې پروګرام له مخې، د کابل په لسو ولسوالیو کې کابو ۲ زره مېرمنې د ترکاریو او سبزیو له تولید څخه خوراکي توکي او اچار تولید وي .
سرچينې زياته کړې، دوى بيا دغه اچار بازار ته عرضه کوي او د خپلو کورنیو په اقتصاد کې ستره ونډه اخلي.
په خرپاڼه کې راغلي، په دغو وسایلو کې د خوراکي توکو د پروسس ماشین الات او د سبزیو او ترکاریو د و چولو ماشینونه شامل دي.
د کرنې وزارت وايي، دا وسايل يې د کابل د فرزه، کلکان، شکردره، گلدره، میربچهکوت، بګرامی، دهسبز، استالف، پغمان او قره باغ په ولسوالیو کې پر ۱۸۲۰ مېرمنو وېشلي دي.
سرچينه وايي، دغه ښځې دمګړۍ له ترکاریو او سبزیو څخه د اچارو او سبزیو د تولید ترڅنګ یو شمېر نور خوراکي توکي هم تولید او بازارته عرضه کوي او د خپلو کورنیو له اقتصاد سره مرسته کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه مېرمنې چې دغه ماشین الات او توکي يې ترلاسه کړي د بېلابېلو اچارو او د رومي بانجان د رب له جوړولو سره پوره بلدتیا لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن