ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر ميلادي کال په افغانستان کې نږدې ٢٥زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېر ميلادي کال په افغانستان کې نږدې ٢٥زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
13 Jan 2018 - 14:08
تېر ميلادي کال په افغانستان کې نږدې ٢٥زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
13 Jan 2018 - 14:08

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومي ٩٦): افغانستان کې تېر ميلادي کال د وسله والو بريدونو له امله په منځنۍ کچه هره ورځ ٦٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې تر درېيمې برخې ډېره په مې، جولاى او اګست کې رامنځته شوې ده.

د پژواک خبري اژانس ورځني خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ جوړ شوي، ښيي چې په ٢٠١٧ ميلادي کال کې په ٢٠٥٠ بېلابېلو بريدونو کې ١٤٦٠٠ کسان وژل شوي او ١٠٢٧٧ نور ټپيان دي.

د یادې مرګ ژوبلې له هرو ٢٥ کسانو ١٤ ته په مخامخ نښتو، څلورو ته په هوايي بريدونو، درېيو ته په ځانمرګيو بريدونو او دوو، دوو ته په هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادو مخامخ نښتو تر ټولو ډېرې د دولتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو (طالبانو او داعش ډلې) تر منځ شوې، خو تېر کال په ځينو سيمو کې د طالبانو او داعشيانو تر منځ هم نښتې شوې دي.

د پوځي چارو پوه جنرال زلمی وردګ وايي، د مخامخ نښتو مرګ ژوبله ځکه لوړه ده چې د نورو بريدونو په پرتله مخامخ نښتې ډېرې دي.

هغه زياتوي: “معمولاً په مخامخ نښتو کې مرګ ژوبله ځکه لوړه وي چې مخالفې ډلې مخامخ په جګړه کې ښکېلې وي او د يو بل پر وړاندې له هر ډول درنو او سپکو وسلو کار اخلي.”

دى وايي، له دې وروسته د هوايي او ځانمرګو بريدونو مرګ ژوبله ځکه لوړه ده چې له يوې خوا دغه بريدونه درانه وي او له بلې خوا په دې ډول بريدونو کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره، په هدفي وژنو او د سړک غاړې او مقناطيسي ماينونو د چاودنو مرګ ژوبله ځکه کمه وي چې په دې ډول بريدونو کې يو او يا ډېر کم کسان هدف وي.

تر ټولو ډېر ٣٤٧ بريدونه په ننګرهار، ١٨٤ په فارياب، ١٦٨ په هلمند، ١٤٠ په کندهار، ١٠٤ په غزني، سل په فراه، ٩٦ په اروزګان، ٨٣ په لوګر، ٧٧ په جوزجان، ٧٢ په پکتيکا او ٦٣ په پلازمېنې کابل او پاتې (٦١٦ بريدونه) په نورو ٢٢ ولايتونوکې شوي دي.

د يادونې ده چې په دغو ٢٢ ولايتونو کې ټر ټولو لږ (يو) بريد په پنجشېر او دوه بريدونه په باميانو کې شوي خو پژواک تېر کال له دايکنډي ولايت څخه د بريد او مرګ ژوبلې راپور نه دى ترلاسه کړى.

د پوځي چارو شنونکی جنرال زلمى وردک وايي، تېر کال په ننګرهار کې د ځينو نورو لاملونو تر څنګ، ځکه بريدونه ډېر وو چې د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې هم د دولت پر ضد فعاليت درلود.

د ده په اند، په ننګرهار او دغه راز هلمند کې د بريدونو د ډېروالي يو لامل دا هم دى چې دغه دواړه ولايتونه له پاکستان سره پر پوله پراته دي او د دولت وسله وال مخالفين په اسانۍ کولاى شي له پاکستان نه خپل اکمالات وکړي.

د ده په اند، په هلمند او ننګرهار کې د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق هم هلته د جګړو او نا امنيو په ډېروالي کې رول لري.

هغه وويل، په فارياب کې ځکه جګړې ډېرې وې چې دغه ولايت د هېواد په شمال کې د دولت وسله والو مخالفينو ته ځانګړى اهميت لري؛ ځکه چې له دې لارې د شمال نورو ولايتونو ته هم نفوذ کولای شي.

هغه وايي، په فارياب کې د وسله والو طالبانو تر څنګ په وروستيو مياشتو کې د داعش ډلې فعاليت پيلېدل هم هلته د جګړې د ډېرالي لامل دى.

وردک وايي، په باميان او پنجشېر کې ځکه بريدونه ډېر کم دي چې د پنجشېر خلک يووالى لري او د دايکنډي او باميانو اوسېدونکي هم متفق او د يو قوم اړوند دي او نه غواړي ځان ته ستونزې پيدا کړي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش هم وايي، له پاکستان سره پر پوله د ننګرهار او هلمند موقعيت، په دغو ولايتونو کې د نشه يي توکو شتون د دې لامل دي چې هلته د وسله والو مخالفينو خوځښتونه ډېر وي او دولت يې پر وړاندې پوځي عمليات ترسره کړي.

مرګ ژوبله

د راپورونو له مخې، تېر کال تر ټولو ډېر بريدونه (١٥) د نوامبر په ١١مه ترسره شوي خو تر ټولو ډېرو کسانو (٥٦٩ تنو ته) د جون په ٢٦مه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

تېر کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولايتونو کې او تر ټولو لږه په پنجشېر، باميان، سمنګان او بادغيس ولايتونو کې اوښتې ده.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

تر ٢٠١٧ کال مخکې کلونو کې د جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دى څرګند، خو په تېرو کلونو کې به هم د هوا په سړېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله کمېده.

د پژواک خبري اژانس مياشتني راپورونه ښيي چې تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.

د پوځي چارو شنونکى زلمى وردک وايي، د ژمي په موسم کې په هغو ولايتونو کې چې هوا يې ډېره سړه وي، د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ځکه کمېږي چې د ونو پاڼې تويېږي او دوی ځانونه نه شي پټولاى.

دی وايي: “معمولاً دغه کسان يا هم د هېواد ګرمو سيمو لکه کندهار، هلمند، فراه او يا نورو ولايتونو ته ځي او يا هم د راتلونکي کال د اکمالاتو په موخه له پولې ها خوا پاکستان ته اوړي.”

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال رادمنش وايي، په ژمي کې ځکه د دښمن تحرکات کم وي چې امکانات يې کمېږي او د مرګ ژوبلې کچه يې لوړېږي.

خو وايي چې دا مهال د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دولتي ځواکونو عمليات په لسو ولايتونو کې دوام لري.

افغان وژنه بنده کړئ!

د ميدان وردګو ولايت د مرکز ابراهيم خېلو کلي اوسېدونکى عطا‌ءالله چې له نږدې دوستانو يې يو کس د جګړې پر مهال په داسې حال کې ټپي شوى چې په خپله ځمکه کې يې کار کاوه وايي: “هره ورځ په يو او بل نوم افغانان وژل کېږي، له دولت او مخالفينو غواړم چې نوره جګړه بنده کړي، د وروڼو په څېر سره کېني او سوله وکړي.”

دى له نړيوالې ټولنې غواړي چې له افغانانو سره د جګړې په پاى ته رسولو کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د هغو هېوادونو د لاسوهنو مخه ونيسي چې د خپلو ګټو لپاره يې دغه جګړه ګرمه ساتلې ده.

د کابل ښار د دشت برچي سيمې اوسېدونکى محرم علي چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې يې پلار د همدې سيمې د امام زمان پر جومات د وسله وال بريد پر مهال له لاسه ورکړى، وايي: “موږ سوله غواړو، غواړو چې جګړه او افغان وژنه بنده شي او نور مو هېوادوال ونه وژل شي.”

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.