ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حزب اسلامي اړونده قوماندان او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه ووژل شول

د حزب اسلامي اړونده قوماندان او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه ووژل شول

author avatar
13 Jan 2018 - 18:08
د حزب اسلامي اړونده قوماندان او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه ووژل شول
author avatar
13 Jan 2018 - 18:08

فيروزکوه (پژواک، ٢٣ مرغومی ٩٦): د غور سيمه ييزو سرچينو ويلي، د ياد ولايت په تولک ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د يوه قوماندان او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د ياد قوماندان دوه زامن وژل شوي او په خپله ټپي شوى دى.

د غور د ولايتي شورا مرستيال عبدالرحمن عطشان پژواک خبري اژانس ته وويل، د طالبانو سيمه ييز قوماندان عبدالحميد پرون ناوخته د ياد ولايت د تولک ولسوالۍ په دستاسک کلي کې د حزب اسلامي يو قوماندان جهان شېر له خپلو دوه زامنو سره يو ځاى ويشتي دي.

ده زياته کړه، په پاده پېښه کې د جهان شېر دوه زامن وژل شوي او خپله قومندان ټپي شوى دى.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د حزب اسلامي پر ياد قوماندان او د هغه پر زامنو د عُشر او زکات د نه ورکړې له امله بريد کړى دى.

خو د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وويل، ياد دواړه قوماندانان د دولت وسله وال مخالفين وو، چې د خپلې قبيلې د رياست پر سر يې له يوه بل سره شخړه کړې ده.

نوموړي هم د جهان شېر د دوو زامنو وژل کېدل تاييد کړل.

وسله والو طالبانو له حزب اسلامي سره نښته رد کړې او ويلي يې دي، چې دوى له سياسي ګوندونو سره ستونزه نه لري.

څو نورو سيمه ييزو سرچينو ويلي، د حزب اسلامي ياد قوماندان له دې وړاندې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور زنداني شوى و، چې بيا يو کال د مخه د فيروزکوه له زندان خوشې شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.