ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دفاع وزارت پلاوى د ننګرهار د اچين د بمبار پېښه څېړي

د ملي دفاع وزارت پلاوى د ننګرهار د اچين د بمبار پېښه څېړي

author avatar
13 Jan 2018 - 17:56
د ملي دفاع وزارت پلاوى د ننګرهار د اچين د بمبار پېښه څېړي
author avatar
13 Jan 2018 - 17:56

جلال اباد (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): د ملي دفاع وزارت لوړپوړى پلاوى د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د سيمه ييزو پاڅوانوالو پر پوستې د شوي بمبار پېښه څېړي.

دا پېښه د تېرې پنجشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې وه، چې د پاڅونوالو يوه سرتېري پر امريکايي ځواکونو ډزې کړې وې؛ امريکايي ځواکونه وايي، چې په دې پېښه کې يې يو سرتېرى ټپي شوى و.

د ځايي امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، تر يادې پېښې وروسته امريکايي ځواکونو د پاڅونوالو پر يوې پوستې هوايي بريد وکړ او ١٣ کسان يې ووژل.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لوى درستيز د مرستيال بريد جنرال عبدالرشيد قادري په مشرۍ يو پلاوى د يادې پېښې د څېړلو لپاره جلال اباد ته راغلى دى.

په دې پلاوي کې د کورنيو چارو،د ملي امنیت عمومي ریاست، سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او څو نورو ادارو استازي ګډون لري.

خوږياڼي زياته کړه، راغلي پلاوي نن له والي ګلاب منګل سره وليدل او والي ورسره خپل لومړني معلومات شريک کړل.

د ننګرهار والي وويل، له يادې پېښې له رامنځته کېدو سره سم يې سيمې ته مسلکي پلاوی استولی و او  هر اړخیزه څېړنه يې له نوموړي سره شريکه کړه.

هغه له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه، چې په  اچين کې د رامنځته شوې پېښې هر اړخيزه او جدي څېړنه وکړي.

د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال او د راغلي پلاوي مشر بريد جنرال عبدالرشید قادري ډاډ ورکړ، چې د يادې قضیې جدي څېړنه به کوي او پايلې به يې د ولایت مقام ترڅنګ له مرکز سره شريکې کړي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.