ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو ننګرهار کې ۲۸۳ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي

پوليسو ننګرهار کې ۲۸۳ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي

author avatar
13 Jan 2018 - 18:49
پوليسو ننګرهار کې ۲۸۳ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي
author avatar
13 Jan 2018 - 18:49

جلال اباد (پژواک ۲۳ مرغومی ۹۶): ننګرهار کې پوليسو په دوو موټرو کې بار ۲۸۳ کيلو ګرام نشه يي توکي نيولي، چې په تړاو يې دوه تورن کسان هم نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مديرت پوليسو په سرخرود او بهسودو ولسواليو کې د تالاشۍ پرمهال په دوو موټرو کې بار نشه يي توکي نيولي دي.

د ده په وينا، د سرخرود ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ منسوبينو د نغرک په ساحه کې د پلټنې پرمهال په يوه هينو موټر کې ځاى پرځای شوي ۲۴۳ کيلوګرامه چرس نيولي دي.

دی زياتوي، دغه راز د بهسودو ولسوالۍ پوليسو د دغې ولسوالۍ اړوند په ثمرخېلو تالاشۍ پوسته کې  د تالاشۍ پرمهال په يوه سراچه موټر کې بار ۴۰ کيلوګرامه چرس تر لاسه کړي دي.

د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، د دغو نشه يي توکو په تړاو دوه تورن کسان هم د پوليسو له خوا نيول شوي، چې اوس په امنيه قوماندانۍ کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

دی وايي، دغه نشه يي توکي خوږياڼو ولسوالۍ کې په موټرو کې ځای پرځای شوي وو او د ننګرهار غني خېلو او مومندرې ولسواليو ته يې د لېږدېدو پلان يې و.

څو ورځې وړاندې هم پوليسو په دوو کرولا موټرو کې ۷۵ کيلوګرامه هيرويين او چرس نيولي و، چې په تړاو يې دوه تورن کسان نيول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.