ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د هلمند والي د پوليسو د تشکيل له کموالي شکايت وکړ

​د هلمند والي د پوليسو د تشکيل له کموالي شکايت وکړ

author avatar
13 Jan 2018 - 16:50
​د هلمند والي د پوليسو د تشکيل له کموالي شکايت وکړ
author avatar
13 Jan 2018 - 16:50

لښکرګاه (پژواک،۲۳مرغومی۹۶): د هلمند والي پردې باندې په ټينګار چې وسله وال طالبان کمزوري شوي، وايي چې د سيمو د نيولو لپاره امکانات لري، خو د ساتلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

والي حيات الله حيات دغه خبرې د مرغومي په ٢٣مه په مرکز لښکرګاه کې په خبري غونډه کې وکړې.

هغه وويل، په دې وروستيو کې د پرله پسې پوځي عملياتو له امله وسله وال طالبان کمزوري شوي دي.

ده زياته کړه: ((د سيمو د نيولو توان لرو، خو د پوليسو تشکيل کم شوى دى او د سيمو د ساتلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ يو.))

هغه وايي، په هغو سيمو کې چې د پوستو د جوړولو امکانات لږ دي، له مرکز سره يې شريکې کړي دي.

د والي په وينا، دوه کاله وړاندې کله چې څو سيمو د طالبانو لاس ته ورغلې، نو د کورنيو چارو وزارت د دې ولايت د پوليسو تشکيل کم کړ چې دغې کار اوس ستونزې پيدا کړې دي.

دغه راز په دې غونډه کې د پولیسو د ۵۰۵ بست زون قوماندان مل پاسوال غلام  داود تره خېل هم وويل چې د پوليسو تشکيل کم شوى دى، خو زياتوي چې پوليس د عملياتو مسووليت نه لري.

ده هيله وښوده چې په نوي کال کې به دغه ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.

د هغه په خبره، ډېر ژر به پراخ عمليات هم وشي او د ملکو وګړو ژوند ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

بل لور ته خلک بيا له پوځي عملياتو خوښ نه دي.

د نادعلي ولسوالۍ د ګروپ شش سيمې اوسېدونکي سردار محمد پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه ډېر وخت عمليات کوي، خلک له ستونزو سره مخامخ کوي، خو بيا بېرته سيمې طالبانو ته پرېږدي.

دى زياتوي: ((که امنيتي ځواکونو ته ډوډۍ ورکړو، طالبان مو ځوروي او که طالبان مو له کورونو پر امنيتي ځواکونو ډزې وکړي، بيا مو هغوى په عذابوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.