د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت لوړ شوى

د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت لوړ شوى

Jan 13, 2018 - 19:25

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو ترڅنګ د تېلو او سرو زرو بيې لوړې شوې، خو د قزاقي اوړو بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سراى کې د صداقت صرافۍ د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٩،٧٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦١٨ افغانۍ دى.

د روانې مياشتې په ١٦ مه نېټه، د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٧٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٢٤ افغانۍ و.

د يادې صرافۍ يوه کارکوونکي وويل، مرکزي بانک د افغانيو ارزښت د لوړولو لپاره بازار ته د ډالرو وړاندې کولو ترڅنګ، ځينې نور ګامونه هم پورته کړي دي.

د تېلو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه له ٤٥ افغانيو ٤٦ افغانيو او د يوه ليټر پټرول تېلو بيه له ٤٤ افغانيو ٤٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وينا، د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيو د لوړېدو له امله هېواد کې هم د تېلو بيه لوړه شوې ده.

خو د اوبلن ګاز او لرګيو بيې په خپل حالت پاتې دي.

د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه اوسېدونکي احمدالله وويل، د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٥٥ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي حاجي حسين وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٧٨٠٠ افغانۍ او د يوه خروار سرې ارچې بيه ٧٢٠٠ افغانۍ ده.

د قزاقي اوړو بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو عمده پلور بيه د زياتو وارداتو له امله له ١١٤٠ افغانۍ، ١١٣٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

خو د هغه په وينا، نن د تېرې شنبې په څېر د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلوربيه ١٧٥٠ افغانۍ، د ١٦ لېټره خورشيد غوړيو بيه ١٠٤٠ افغانۍ او د ٢٤ کيلوګرامه پاکستانۍ سېله وريژو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار په منډوي کې يوه چاى پلورونکي نوراحمد خيرخواه وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام شنه اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار دهن باغ کې يوه خوراکه پلورونکي احمدولي پنجشېري وويل، نن د ٢٤ کيلوګرامه پاکستانۍ سېله وريژو پرچون پلوربيه ٢٥٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو بيه ١٢٠٠ افغانۍ، ١٦ لېټره خورشيد غوړي ١١٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ١٩٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٥٠ افغانۍ دى.

د سرو زرو بيه هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٤٠٠ افغانۍ ٢٤٥٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٩٠٠ افغانۍ ١٩٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement