د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د شمسي ورور: د کندهار د تېر کال پېښې پايلې موږ سره نه دي شريکې شوې

د شمسي ورور: د کندهار د تېر کال پېښې پايلې موږ سره نه دي شريکې شوې

Jan 13, 2018 - 17:18

کندهار (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۶): په کندهار کې د ولایت مقام په مېلمستون کې د تېر کال د شوې خونړۍ پېښې د قربانیانو لومړی تلین په داسې حال کې ونمانځل شو چې د دغې پېښې د څېړنو پایلې لا تر اوسه په کره توګه نه دي په ډاګه شوي.

یو کال وړاندې (د مرغومي په ۲۱مه) د کندهار ولایت مقام په مېلمستون کې په داسې حال کې چاودنې وشوې چې د عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي له څو تنو دیپلوماټانو سره دې ولایت ته راغلی و او د یوه دار الایتام د جوړولو د چارو له پرانیستلو وروسته د والي مېلمانه وو.

په دغه برید کې ټول ۱۳ کسان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

په وژل شوو کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنیو چارو رییس شاه احمد سعید، په امریکا کې د افغان سفارت ډیپلومات ډاکټر یما قریشي، په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی بازمحمد جوزجاني، په مشرانو جرګه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري، د متحده عربي اماراتو ۵ تنه ډيپلوماټان او د هغوی افغان ژباړن شامل وو.

په ټپیانو کې د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي، د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد الکعبي، د پخواني ولسمشر د کاکا زوی او د افکو کمپنۍ مشر هاشم کرزی او یو شمېر مخور او امنیتي کارکوونکي شامل وو.

خو د ټپیانو له ډلې هاشم کرزی چې د درملنې لپاره هندوستان ته وړل شوی و، له پیښې ۶ ورځې وروسته د مرغومي په ۲۷مه ساه ورکړه، دغه راز د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد الکعبي چې د درملنې لپاره خپل هېواد ته وړل شوی و، له پېښې ۳۶ ورځې وروسته د سلواغې په ۲۷مه ومړ.

نن په کندهار ولایت مقام کې د همدې خونړۍ پېښې په یاد غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار والي زلمي ويسا، مرستيال والي عبدالحنان منيب، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

ویناوالو تر ډېره په دې پېښه کې د وژل شوي مرستیال والي عبدالعلي شمسي پر ژوند، شخصیت او کارونو خبرې وکړې او هغه یې یو زړه سواند او په کار پوه چارواکی وباله چې تشه به یې ژر ډکه نه شي.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، عبدالعلي شمسي، هاشم کرزی، یما قریشي او شاه احمد سعید د هېواد رښتني بچیان وو چې په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ او تشه به يې تر ډېره ډکه نه شي.

هغه د عربي متحده اماراتو د ډيپلوماټانو یادونه هم وکړه چې په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی و.

ويسا وويل، افغانان به هیڅکله د افغانستان په پرمختګ او ابادۍ کې د هغوی مرستې هېرې نه کړي.

والي د دغه ډول تروریستي پېښو د مخنيوي او د تروریزم د له منځه وړلو لپاره پر ملي يووالي ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چې د افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.

د عبدالعلي شمسي ورور ګیله من ښکارېده چې ګواکې تر اوسه د دغې پېښې د څېړنو کره پایلې د دوی له کورنۍ سره نه دي شریکې شوي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، د دغې پېښې په اړه له رسنیو یوه اندازه معلومات شریک شول، خو کره معلومات نه له خکو او نه هم د دوی له کورنۍ سره شریک شوي دي.

ده دغه راز یادونه وکړه چې د کندهار پخواني والي همایون عزیزي چې په خپله هم په دغه پېښه کې سخت ټپی شوی و، ژمنه کړې وه چې د کندهار عالي دارالمعلمین به د عبدالعلي شمسي په نوم کېږي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د دې تر څنګ ده وویل، د کندهار د ولایتي شورا وکیل نعمت الله وفا ژمنه کړې وه چې د عبدالعلي شمسي مزار د جوړولو لپاره به ۱۰ زره ډالر مرسته کوي، خو په داسې حال کې چې ښاروالۍ یې د مزار نقشه هم جوړه کړه، خو د یوه کال په تېرېدو دا کار هم نه دی شوی.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د دغې خونړۍ پېښې قاتلان باید وموندل شي او له دوی سره شوې ژمنې باید پوره شي.

له دغې پېښې څو میاشتې وروسته، هغه مهال چارواکو ویلي وو چې د څېړنو په لړ کې جوته شوې چې په دې پېښه کې وسله وال طالبان ښکېل دي او دغه برید هغوی تر سره کړی، خو وسله والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

له هماغه وخته بنسټیزه پوښتنه دا ده چې چاودېدونکي توکي د چا په وسیله څنګه تر داسې محفوظ ځای پورې و رسول شول او مهم کسان په نښه شول.

چارواکو هغه مهال دا هم ویل چې د دغې پېښې څېړنه د افغان کشفي ارګانونو او بهرنیو ځواکونو تر څنګ د متحده عربي اماراتو له خوا هم شوې ده چې پایلې یې له یو بل سره شریکې شوې دي.

د کندهار امنیه قومنداني وايي، هماغه مهال د پلټنو او څېړنو په لړ کې معلومه شوه چې چاودنې د مېلمستون په کوچونو کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله شوي چې په ډېره ماهرانه توګه په کې ځای پر ځای شوي وو.

په خپله د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د دغې خونړۍ پېښې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې (ای ایس ای) او حقاني شبکې ور اچولې وه او ویلی یې و، هغوی له څو میاشتو راهیسې پر دغه پلان کار کاوه او غوښتل یې د ولایت ټوله رهبري له منځه یوسي.

خو د ملي امنیت لوی ریاست څه موده مخکې د دغه برید د څېړنو د وروستۍ پایلې په توګه خبر ورکړی و چې د کندهار د والي د مېلمستون د برید اصلي عامل د دې مېلمستون اشپز سيد محبوب اغا و چې د طالبانو د کويټې شورا په لارښوونه يې ترسره کړى و.

دغه پایله د ملي امنیت د رييس معصوم ستانکزي له خوا په کابل کې د خبري غونډې پر مهال اعلان شوې وه.

هغه ویلي و چې د ولايت مقام د مېلمستون اشپز محبوب اغا ته د ٣٠زره امریکايي ډالرو او د ډيورینډ کرښې هاغې غاړې چمن کې د يوه کور د ورکړې ژمنه هم شوې وه.

معصوم ستانکزي دا هم ویلي و چې په دې برید کې د ټي این ټي او ار ډي ایکس په نوم دوه ډوله چاودېدونکي مواد کارول شوي وو.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دغې پېښې په تړاو نیول شوي کسان په زندان کې دي، خو د هغوی د محاکمې په اړه یې معلومات نه لرل.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement