ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی افغانستان ته رسیدلی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی افغانستان ته رسیدلی

author avatar
13 Jan 2018 - 21:01
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی افغانستان ته رسیدلی
author avatar
13 Jan 2018 - 21:01

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۶) : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو لوړ پوړی پلاوی په یوه رسمي سفر افغانستان ته راغلی دی.

د ملي یووالي حکومت یوې سرچینې د مرغومي په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پلاوی نن تر غرمې وروسته کابل ته رسیدلی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې راغلی پلاوی به ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ، د ملي شورا غړو، سیاسیونو او د ښځوله استازو  سره ګوري.

د حکومت دغې سرچینې وویل ، چې  په دې وروستیو کې دامنیت شورا اندیښنې زیاتې شوې وې او اوس هغوی غواړي چې دافغانستان حالات له نږدې څخه و څیړي.

د امنیت شورا دا پلاوی په داسې حال کابل ته راغلی، چې څو ورځې مخکې دامریکا دملي امنیت سلاکار مک ماسټر په نیویارک کې د  امنیت شورا ۱۵ غړو  ته دافغانستان دحالات او  د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د ناسمې همکارۍ په اړه معلومات ورکړي وو.

دامنیت شورا ددې میاشتې رییس د قزاقستان سفير څو ورځې مخکې افغانستان ته د دې پلاوي د سفر خبر ورکړی و.

ه ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفير او د امنيت شورا دوره يي مشر کايرات اوماروف پرون په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، دا ډېره مهمه ده چې د امنيت شورا غړي له نږدې څخه د افغانستان له حالاتو ځان خبر کړي.

د قزاقستان سفير چې د روانې مياشتې لپاره د امنيت شورا مشري پر غاړه لري ويلي، غواړي چې د افغانستان له اړتياوو او غوښتنو څخه  خبر شي .

دسیاسي چارو کارپوه جاویدغفور وایي، د امنیت شورا د پلاوي دا سفر مهم ګڼي وایي چې دوی باید پر مهمو موضوعاتو تمرکز وکړي. 

هغه زیاته کړه، ددې پلاوي راتګ ددې څرګندوی کوي چې نړیواله ټولنه له افغانستان خوا په خوا کې ولاړه ده او هر ډول همکاري کوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.